دوبۍ کښې روبوټ ګاډي کار پیلوي
Apr 18, 2021 14:25 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د متحده عربي اماراتو د دوبۍ حکومت په دوه زره درویشتم (۲۰۲۳) میلادي کال کښې د روبوټ ټیکسیانو د چلولو خبره کړي ده .
په راتلونکو دوو (۲) کلونو کښې به د دوبۍ په سړکونو باندې اتومات روبوټ ګاډي وچلیږي خو د دغه کار لپاره حتمي نیټه تراوسه نه ده اعلان شوي خو داسې ښکاري دغه کار به په ۲۰۲۳ میلادي کال کښې پیل شي .
دغه اتومات روبوټ ټیکسیان به د کروز په نامه یو(۱) شرکت جوړ کړي .
دا به یو(۱) ډول د ټیکسي په شان سروس وي چې مسافران به د شټل ګاډي په شان پکښې کیني .
د کروز په نوم د ګاډو د جوړولو شرکت ویلي دي چې تر دوه زره دیرشم (۲۰۳۰) میلادي کال پورې به څلور زره (۴۰۰۰) روبوټ ټیکسیان په دوبۍ کښې وچلیږي .
ټیګونه