کوم رنګ د انسان خوب خرابوي ؟
زمونږ خبریال وايي د ښه خوب او ویده کیدا لپاره د خوب په کوټه کښې کوم رنګ باید وي.
کارپيژاندو په نوي تحقیق کښې د دغه پوښتنې ځواب ویلی دی .
په یوه(۱) تحقیق کښې کارپيژاندو ویلي دي چې د خوب په کوټه کښې درې (۳) رنګونه ډیر ښه دي شین (blue) زیړ (yellow) او شین (green) .
که چیرې د خوب په کوټه کښې اسماني شین(blue) ، زیړ(yellow) او د واښو په شان شین ((green))رنګونه ولګول شي نو د انسان خوب ډير ښه کیږي .
د بیډ تهریډز (bed threads) په نوم د یوه شرکت کارپیژاندو د خوب د کوټې لپاره سور(red) رنګ ترټولو بد رنګ بللی دی .
دغو کارپيژاندو وویل سور رنګ د انسان د زړه ټکان زیاتوي او د انسان زړه ته انرژۍ ورکوي ځکه خو دغه رنګ د خوب لپاره ډیر بد دی .
د دغه شرکت کارپيژاندو وویل زمونږ په تحقیق کښې دغه خبره ثابته شوي ده د هغو کسانو چې دخوب په کوټه کښې یې رنګونه ، زیړ ، اسماني شین او د واښو په شان شنه وو نو د سهار له خوب څخه د پاڅیدا په وخت په هغوې کښې د خوشحالۍ اندازه زیاته وه .
په دې سربیره د سیلور رنګ هم د انسان د خوب لپاره ګټور وبلل شو .