دغه روبوټ په اوو ثانیو کښې میوې ښکوي
May 05, 2021 14:24 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي په اسټرالیا هیواد کښې داسې روبوټ جوړ کړی شوی دی چې یوازې په اوو(۷) ثانیو کښې له ونو څخه میوې ښکوي .
د اسټرالیا د ناموش پوهنتون ساینس پوهانو د ډیپ لرننګ الګورتهم او د پیاوړي کیمرو په مرستې سره دغه ځانګړی روبوټ جوړ کړی دی چې په ونې کښې میوې معلوموې او وروسه روبوټ ته وایې چې کومې میوې باید وښکول شي .
رسنیو ویلي دي چې د اسټرالیا دغه روبوټ په اوو (۷) ثانیو کښې له ونې څخه یوه(۱) میوه ښکوي او هغه هیڅ خرابوي هم نه .
راپورونه وايي چې د اسټرالیا دغه جوړ روبوټ له څلورو (۴) فوټو(FEETS) څخه کابو نوي(۹۰) فیصده میوې پیژندي او د دغه روبوټ لخوا د میوې د خرابو اندازه له شپږو (۶) فیصدو څخه کمه ده .
ټیګونه