د غزې د شهیدانو شمیر82تنو ته ورسید
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i100264-د_غزې_د_شهیدانو_شمیر82تنو_ته_ورسید
دا هم وئیل شوي چې دمقاومت ځواک  دلومړي ځل لپاره په دغو غچ اخستونکو عملیاتو کې  د حیفا په جنوب او دنیواکي ټاټوبو  په شمال کې  په عیمک یزرعیل  سیمې  هم توغندي ویشتي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 13, 2021 09:20 Asia/Kabul
  • د غزې د شهیدانو شمیر82تنو ته ورسید

دا هم وئیل شوي چې دمقاومت ځواک  دلومړي ځل لپاره په دغو غچ اخستونکو عملیاتو کې  د حیفا په جنوب او دنیواکي ټاټوبو  په شمال کې  په عیمک یزرعیل  سیمې  هم توغندي ویشتي دي .

شهاب نیوز خبری سایټ راپور ورکړی،  د فلسطین دغزې  دروغتیائي چارو ادارې  دیوې خبرتیا په خپرولو سره  په غزې تړانګې کې د فلسطنیو شهیدانو شمیر دزیاتیدا خبر ورکړی او وئیلي ئې دي ، په شهیدانو کې  اولس ماشومان او شپږ ښځې هم ترسترګو کیږي .

 ددغې  خبرتیا په اساس ،  په غزې د وحشي صهیونیسټي رژيم په حملو کې  کابو څلور سوه عام خلک ټپيان شوي هم دي   چې له هغو یو سل پنځلس ماشوشمان او کابو ۵۵نوره ښځې دي .

 دا په داسې حال کې دي چې  اسرائيلي جنګی الوتکو  په غزې تړانګې کې په ځينو سیمو بیا  بې آمانه بمبارۍ کړي  چې ددغو بمباریو په ځواب کې د  دمقاومت ځواک دتل ابیب او نورو صهیونیسټ میشته ښارګوټو په لور  په لسګونو توغندي توغولي دي . دا هم وئیل شوي چې دمقاومت ځواک  دلومړي ځل لپاره په دغو غچ اخستونکو عملیاتو کې  د حیفا په جنوب او دنیواکي ټاټوبو  په شمال کې  په عیمک یزرعیل  سیمې  هم توغندي ویشتي دي .