د غزې د شهیدانو شمیر82تنو ته ورسید
دا هم وئیل شوي چې دمقاومت ځواک دلومړي ځل لپاره په دغو غچ اخستونکو عملیاتو کې د حیفا په جنوب او دنیواکي ټاټوبو په شمال کې په عیمک یزرعیل سیمې هم توغندي ویشتي دي .
شهاب نیوز خبری سایټ راپور ورکړی، د فلسطین دغزې دروغتیائي چارو ادارې دیوې خبرتیا په خپرولو سره په غزې تړانګې کې د فلسطنیو شهیدانو شمیر دزیاتیدا خبر ورکړی او وئیلي ئې دي ، په شهیدانو کې اولس ماشومان او شپږ ښځې هم ترسترګو کیږي .
ددغې خبرتیا په اساس ، په غزې د وحشي صهیونیسټي رژيم په حملو کې کابو څلور سوه عام خلک ټپيان شوي هم دي چې له هغو یو سل پنځلس ماشوشمان او کابو ۵۵نوره ښځې دي .
دا په داسې حال کې دي چې اسرائيلي جنګی الوتکو په غزې تړانګې کې په ځينو سیمو بیا بې آمانه بمبارۍ کړي چې ددغو بمباریو په ځواب کې د دمقاومت ځواک دتل ابیب او نورو صهیونیسټ میشته ښارګوټو په لور په لسګونو توغندي توغولي دي . دا هم وئیل شوي چې دمقاومت ځواک دلومړي ځل لپاره په دغو غچ اخستونکو عملیاتو کې د حیفا په جنوب او دنیواکي ټاټوبو په شمال کې په عیمک یزرعیل سیمې هم توغندي ویشتي دي .