د فلسطین د غزي تړانګې د سیف القدس جنګ ځانګړنې اوخصوصیات :-
د فلسطین مبارزو ډلو له هماغه پیله اسرائيلو ته خبرداری ورکړی او الټي میټم ئې ټاکلی او د هغه الټي میټم دوخت په ختمیدا سره سملاسي ئې خپل ورکړل شوی خبرداری اجرا کړ .دا ښئ چې دفلسطین مقاومتي ډلې کلک هوډ لري ، ددې لپاره چې دهیڅ ډول جنایت په مقابل کې به چپه خوله پاتې نشي .
دفلسطین دغزې په ضد دوحشي ډوله صهیونیسټي رژيم دجنایتونو په ځواب کې د فلسطین دمبارزو ډلو له خوا دسیف القدس یا د قدس د تورې په نامې جنګ چې تیرې شنبې ورځې پیل شوي،ډیرې ځانګړنې لري.
ددغه جنګ یوه ځانګړنه ، وروستي تیري دي چې ددغو عملیاتو لپاره ئې زمینه برابره کړې ده . صهیونیسټي رژيم دقدس ښار داوسیدونکو فلسطنیانو د کورونو اوځایونو په مصادره کولو سره د فلسطنیو ځوانانو د هوډ په ماتولو او ددباؤ په اعمالولو پسې وو ،څو په دغو جنایتونو سره دوي کوچیدو ته اړباسي . اسرائيل له اسلامی هویّته د بیت المقدس دهویّت او تاریخ او نفوسو دجوړښت په یهودیّت بدلول پخپلې ایجڼدا کې راوستي دي. داپه داسې حال کې دي ، چې فلسطینی ځوانان ، داسرائيلو د وحشي ډوله پوځیانو له تاؤتریخوالو څخه په نه ویریدا سره دقدس په تیره بیا دالاقصی جومات د فلسطیني هویّت دفاع پخپلې ایجنډا کې لري . پر دې اساس ، قدس ، د جنګ د رامینځةکیدا زمینه او چورلیز برابر کړ .
بله ځانګړنه هغه پيغام دی چې داسرائیلو کابینې ، د امریکا د حکومت لپاره په قدس کې د تاؤتریخوالي دزیاتولو له لارې صادر کړی دی .
د فلسطین د چارو یو کارپيژاند روح ا... زاد په دې باب وائي ، دصهیونیسټي رژيم دقدرت په جوړښت کې دزوړ پال تفکر پراختیا ته په پام سره چې هڅه وي د فلسطین په یو هیړ دنیواک بحث په بې لګامه تاؤتریخوالي سره پر مخ بوځي،داسې ښکاري دغه بهیر هڅه کوي ،څو خپله اراده او هوډ د امریکا پر ولسمشرجوزف بایډن چې د پر دوو حکومتي حل لارې ټينګار کوي،وتپي.
په حقیقت کې دا سرائيلو کابینه هماغه شان د ډونالډټرمپ دکرغیړن پړاؤ دپيړۍ دمعاملې داجرائي کول فکر په مغزو کې لري ، یوه داسې موضوع چې د فلسطین مقاومتي ډلې ورباندې پوهې شوي او دجنګ په چوکاټ کې ئې ورسره مقابله پخپلې ایجنډا کې راوستې ده .
دریمه ځانګړنه دفلسطین د مقاومتي ډلو له چلندي بیلګې سره اړونده ده . د فلسطین مبارزو ډلو له هماغه پیله اسرائيلو ته خبرداری ورکړی او الټي میټم ئې ټاکلی او د هغه الټي میټم دوخت په ختمیدا سره سملاسي ئې خپل ورکړل شوی خبرداری اجرا کړ .دا ښئ چې دفلسطین مقاومتي ډلې کلک هوډ لري ، ددې لپاره چې دهیڅ ډول جنایت په مقابل کې به چپه خوله پاتې نشي . یوه صهیونیستي خبریال بن کسبیت د سیف القدس جنګ پيښو په غبرګون کې لیکلي دي د اسرائیلو د تاسیس له وخته د لومړي ځل لپاره د فلسطین یوه تنظیم په یوه خاص وخت کې دبیت المقدس په باب خبرداری ورکړی او خپل خبرداری ئې په یوه پروګرام او پلان سره عملی کړ .
د جنګ یوه بله ځانګړنه د فلسطین د مقاومت ډلو دفاعي قدرت دی . د فلسطین مقاومتي ډلو په دوامدار ډول او په ډير لږ وخت کې دنیواکي ټاټوبو په لور په لسګونو بلکې په سلګونو توغندي وویشتل . دا ځانګړنه سبب شوي ده،د اسرائيلو وسپنیز ډال د دغو ډيرو زیاتو توغندیو مخه ونه نیول شي . دغه چلندي بیلګه ښئ فلسطینۍ دلې نه یوازې د کاڼو له انتفاضې توغندي ویشتلو ته رسیدلي،بلکې د دوي د توغندیو شمیر تردې حده دی چې په څو دقیقوکې په لسګونو توغندي توغوي.دغوشرائطوته په پام سره صهیونیسټي خبریال بن کسبیت پخپل یوه راپورکې لیکي،حماس د اسرائيلو دپلازمینې او نورو ښارونو درستو ښارونو په لور توغندي توغوي او اسرائيل دخپلو درست پټنځایونو پرانستلو ته اړباسي .حماس له بل هر وخته لازیات پياوړی دی .
د سیف القدس جنګ پنځمه ځانګړنه دا ده چې هغو صهیونیسټانو او ښارګوټو اوسیدونکو په اپوټه چې له ویره سره لاس او ګریوان او شوکه شوي او ژوند ئې ډير اغیزمن شوی ، او دا داسرائيلو پر کابینې دد باؤ لامل شوی دی ، فلسطینیان ، دمقاومت له ډلو څخه په ملاتړ سره ، دقدس او الاقصی جومات پر فلسطیني هویّت لازیات ټینګار کوي او له جنګه هیڅ ویره هم نه لري . په همدې لړ کې ، په نیواکي قدس کې د صهیونیسټ رژيم له لازیاتو امنیتی تدبیرونو سره سره ، کابو یو لک فلسطنیانو ،په الاقصی جومات کې د روژې د میاشتې د اختر لمونځ اقامه کړی دی .