اسلامی هیوادونه دې دفلسطین دبدلونونوپه باب لافعال رول ولوبوی
ډاکټر روحاني دیمن حالاتو ته په اشارې او ددې خبرې په کولو سره چې دیمن بحران هیڅ پوځي حل لاره نه لري ، ددغه هیواد د بحران دحل لپاره د ملګرتیا او هڅې په ضرورت ټينګار کړی او هیله ئې ښودلې ده ، په یمن کې د سولې او آرامښت د ټينګیدا لپاره دملګروملتو په چورلیزتوب سره سوله غواړي انګیزې کومه نتیجه ورکړي .
ایرنا خبري آژانس راپور ورکړ، داسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني نن د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد بن خلیفه آل ثاني سره په ټيلیفوني خبرو کې دنیکمرغه کوچني اختر په مناسبت ددغه هیواد حکومت او ولس ته مبارکۍ په وئيلو او په الاقصی جومات او غزې کې د صهیونیسټي رژيم د وروستیو جنایتونو په محکومولو کې د قطر د دریځونو په هرکلي سره وئيلي دي ، لازمه ده اسلامی هیوادونه د فلسطین د آزادۍ او ددغه هیواد د ولس ددفاع او همداراز د صهیونیسټي رژیم دغلیمانه او توکمپالو اقداماتو سره دمقابلې لپاره له یوه بل سره ملګرتیا وکړي .
ډاکټر روحاني دیمن حالاتو ته په اشارې او ددې خبرې په کولو سره چې دیمن بحران هیڅ پوځي حل لاره نه لري ، ددغه هیواد د بحران دحل لپاره د ملګرتیا او هڅې په ضرورت ټينګار کړی او هیله ئې ښودلې ده ، په یمن کې د سولې او آرامښت د ټينګیدا لپاره دملګروملتو په چورلیزتوب سره سوله غواړي انګیزې کومه نتیجه ورکړي .
دقطر امیر شیخ تمیم بن حمد بن خلیفه آل ثاني هم په دغو ټیلیفوني خبرو کې دایران ملت او حکومت ته دنیکمرغه اختر په مناسبت مبارکي وئيلي او د فلسطین د وروستیو بدلونونو اوترینګلتیاؤ په باب ئې د اسلامی ایران د دریځونو قدرونې کړې او وئيلي ئې دي ،قطر په فلسطنیانو باندې د حملو دزرترزره ددریدا په تعقیبونې او د اسرائيلو د اقداماتو په محکومیّت کې له ایران سره یو شان نظر لري او په دې زمینې کې د اسلامی ملګرتیاموسیسې د اغیزشیندونکي رول غوښتونکی دی
همداراز په یوه بل خبر کې هم وئيل شوي دي ،د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د فلسطین او دقدس د وروستیو بدلونونو او ترینګلتیاؤ په باب د ملګروملتو پشمول په نړیواله سویه په دې اړه د ددواړو هیوادونو پر ملګرتیا سره موافقه کړ ې او وئيلي ئې دي ، باید نړیواله ټولنه په قدس او غزې تړانګې کې د صهیونیسټي اقداماتو دمخنیوي لپاره لاس په کار شي . دوي دواړو ژمنه کړې،په فلسطین د اسراظیلو د حملو دمخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې غوږونو ته ددغې موضوع درسولو لپاره په نړیوالو ټولنو په تیره بیا په ملګروملتو کې له یوه بل سره ملګرتیا کوي .