د ایران او عربستان دخبرواترو کوربتوب د عراق لپاره ویاړ دی
د عراق د الحشد العشبي ولسی مبارز ځواک مشر په دې خبرې په ټينګار سره چې له عربستان سره په خبرواترو کې دایران کړچار مثبت دی ،زیاته کړې ده ، سعودي عربستان هم عراق ددغو خبرواترو د واسطې په توګه منلی دی .
د عراق د الحشد الشعبي ولسی مبارز ځواک مشر فالح الفیاض نن دعراق له حکومتي ټيلیویژني چینل سره په خبرو کې د ایران او عربستان ترمینځ دخبرواترو د کوربتوب په هرکلي سره ، د ریاض او تهران ترمینځ داړیکو احیاء د درستې سیمې په تیره بیا د بغداد په ګټه بللې او وئيلي دي ، د اسلامی ایران او عربستان ترمینځ خبرې اترې ناڅرګندې دي البته پټې هم نه دي .
الفیاض وئیلي دي عراق په سیمې کې د هرډول ترینګلتیاؤ او شخړو له ختمیدا ګټه پورته کوي ،پر دې اساس د سیمه ایزو کشمکشونو دختمولو لپاره د لیدتوګود نزدیکت هرکلی کوي .
د عراق د الحشد العشبي ولسی مبارز ځواک مشر په دې خبرې په ټينګار سره چې له عربستان سره په خبرواترو کې دایران کړچار مثبت دی ،زیاته کړې ده ، سعودي عربستان هم عراق ددغو خبرواترو د واسطې په توګه منلی دی .
د ایران اوعربستان چارواکو په همداوروستیو کې په بغداد کې داړیکو د احیاء او دتاؤتریخوالو دکمیدا په موخې سره خبرې اترې کړي دي . د ایران اوسعودي عربستان اړیکې د ۲۰۱۶کال له وروستیو راهسې خړې پړې شوي دي .