د ایران او عربستان دخبرواترو کوربتوب د عراق لپاره ویاړ دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i100274-د_ایران_او_عربستان_دخبرواترو_کوربتوب_د_عراق_لپاره_ویاړ_دی
د  عراق د الحشد العشبي ولسی مبارز ځواک   مشر  په دې خبرې په ټينګار سره چې   له عربستان سره په خبرواترو کې دایران کړچار مثبت دی ،زیاته کړې ده ، سعودي عربستان  هم  عراق ددغو خبرواترو د واسطې په توګه منلی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 13, 2021 12:03 Asia/Kabul
  • د ایران او عربستان دخبرواترو کوربتوب د عراق لپاره ویاړ دی

د  عراق د الحشد العشبي ولسی مبارز ځواک   مشر  په دې خبرې په ټينګار سره چې   له عربستان سره په خبرواترو کې دایران کړچار مثبت دی ،زیاته کړې ده ، سعودي عربستان  هم  عراق ددغو خبرواترو د واسطې په توګه منلی دی .

 د عراق د الحشد الشعبي ولسی مبارز ځواک مشر فالح الفیاض  نن دعراق له حکومتي ټيلیویژني چینل سره په خبرو کې  د ایران او عربستان ترمینځ دخبرواترو د کوربتوب  په هرکلي سره ، د  ریاض او تهران ترمینځ داړیکو احیاء د درستې سیمې په تیره بیا د بغداد په ګټه بللې او وئيلي  دي ، د اسلامی ایران او عربستان ترمینځ  خبرې اترې ناڅرګندې دي البته  پټې هم نه دي .

 الفیاض  وئیلي دي  عراق  په سیمې کې  د هرډول ترینګلتیاؤ او شخړو له ختمیدا ګټه پورته کوي ،پر دې اساس  د سیمه ایزو کشمکشونو دختمولو لپاره د لیدتوګود  نزدیکت هرکلی کوي .

 د  عراق د الحشد العشبي ولسی مبارز ځواک   مشر  په دې خبرې په ټينګار سره چې   له عربستان سره په خبرواترو کې دایران کړچار مثبت دی ،زیاته کړې ده ، سعودي عربستان  هم  عراق ددغو خبرواترو د واسطې په توګه منلی دی .

 د ایران اوعربستان  چارواکو په همداوروستیو کې  په بغداد کې  داړیکو د احیاء  او دتاؤتریخوالو دکمیدا په موخې سره  خبرې اترې کړي دي . د ایران اوسعودي عربستان اړیکې د ۲۰۱۶کال له وروستیو راهسې خړې پړې شوي دي .