د فلسطین مقاومت د اسرائیلو ماتیدل په ګوته کړل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i100298-د_فلسطین_مقاومت_د_اسرائیلو_ماتیدل_په_ګوته_کړل
العالم ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د مرکچي پلاوي مشر محمد عبدالسلام ټینګار وکړ د فلسطین مقاومت د ارادې په ځواک سره وښودله چې اسرائیلي دوښمن ماتیدونکی رژیم دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 14, 2021 07:37 Asia/Kabul
  • د فلسطین مقاومت د اسرائیلو ماتیدل په ګوته کړل

العالم ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د مرکچي پلاوي مشر محمد عبدالسلام ټینګار وکړ د فلسطین مقاومت د ارادې په ځواک سره وښودله چې اسرائیلي دوښمن ماتیدونکی رژیم دی .

هغه وویل هغه هیوادونه چې له صهیونیسټ رژیم سره یې اړیکې عادي کړي دي مخ توري شوي دي او دغه هیوادونه هر توغندی چې په دوښمن ویشتل کیږی داسې  ګڼي چې ګویا دغه توغندی د دوې پرسر لګیږي .

د یمن د مرکچي پلاوي مشر محمد عبدالسلام ټینګار وکړ د جنګونو دغه پړاو د دې ښودنه کوي چې د حق ژمنه نږدې ده او زر به د فلسطین ټاټوبی ازاد شي .

د فلسطینیانو او د صهیونیسټ رژیم ترمینځ د جنګونو په پیلیدا سره د فلسطین د حماس غورځنګ پوځي څانګې عزالدین قسام او د جهاد اسلامي غورځنګ پوځي څانګې سرایا القدس په تل ابیت او د عسقلان او د اشدود ښارګیو په شمول په څو صهیونیسټ میشته ښارګیو باندې په لسګونو توغندي او راکټونه ویشتلي دي .

صهیونیسټي سرچینو ویلي دي چې حاضردمه اویا (۷۰) فیصده صهیونیسټان د ځمکې لاندې پناه ځایونو کښې پټ دي .

د فلسطین د روغتیا وزارت هم وویل په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژيم د حملو په نوي پړاو کښې چې له تیرې دوشنبې ورځې راهسې تر نن پورې دوام لري یوسل نهه (۱۰۹) فلسطینیان شهیدان شوي او چې اتویشت (۲۸) یې ماشومان او پینځلس (۱۵) یې ښځې دي او په دغو حملو کښې شپږسوه یویشت (۲۶) نور کسان ژوبل شوي هم دي .