اسرائیل غزې ته د انسان دوستۍ د مرستو مخه نیسي 
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i100536-اسرائیل_غزې_ته_د_انسان_دوستۍ_د_مرستو_مخه_نیسي
دغې سیمې ته د مرستندویه ډلو  دواردیدو د اجازت نه ورکول د  نړیوالو اصولو په خلاف ا و د یوې سترې انساني غمیزې د رامینځةکولو ټلۍ کړنګوي . چې باید  نړیواله ټولنه په دې اړه  سملاسی  او جدي اقدامات وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 20, 2021 01:48 Asia/Kabul
  • اسرائیل غزې ته د انسان دوستۍ د مرستو مخه نیسي 

دغې سیمې ته د مرستندویه ډلو  دواردیدو د اجازت نه ورکول د  نړیوالو اصولو په خلاف ا و د یوې سترې انساني غمیزې د رامینځةکولو ټلۍ کړنګوي . چې باید  نړیواله ټولنه په دې اړه  سملاسی  او جدي اقدامات وکړي.

فارس خبري آژآنس راپور ورکړی، د فلسطینیو کډوالو لپاره د ملګروملتو  مرستندویه ادراې آنروا  په یوې اعلامیې کې وئیلي دي، صهیونیسټي رژيم  کرم ابوسالم سترې لارې څخه  غزې تړانګې  ته د  انسان دوستۍ د مرستو دلیږدولو اجازت نه ورکوي .

 په راپور کې وئيل شوي دي ، آنروا  دنړیوالو اوصولو او مقرراتو په اساس پر تل ابیب غږ کړی،  چې ددغې ادارې کارکونکو ته دې زرترزره اجازت ورکړي ،څو  د انسان دوستۍ د مرستو په خاطر غزې تړانګې ته  وارد شی .

 ددغې اعلامیې په اساس،مرستو ته دغزې د خلکو  ډیرې اړتیا سره سره ،  دغې سیمې ته د مرستندویه ډلو  دواردیدو د اجازت نه ورکول د  نړیوالو اصولو په خلاف ا و د یوې سترې انساني غمیزې د رامینځةکولو ټلۍ کړنګوي . چې باید  نړیواله ټولنه په دې اړه  سملاسی  او جدي اقدامات وکړي.