اسرائیل غزې ته د انسان دوستۍ د مرستو مخه نیسي
دغې سیمې ته د مرستندویه ډلو دواردیدو د اجازت نه ورکول د نړیوالو اصولو په خلاف ا و د یوې سترې انساني غمیزې د رامینځةکولو ټلۍ کړنګوي . چې باید نړیواله ټولنه په دې اړه سملاسی او جدي اقدامات وکړي.
فارس خبري آژآنس راپور ورکړی، د فلسطینیو کډوالو لپاره د ملګروملتو مرستندویه ادراې آنروا په یوې اعلامیې کې وئیلي دي، صهیونیسټي رژيم کرم ابوسالم سترې لارې څخه غزې تړانګې ته د انسان دوستۍ د مرستو دلیږدولو اجازت نه ورکوي .
په راپور کې وئيل شوي دي ، آنروا دنړیوالو اوصولو او مقرراتو په اساس پر تل ابیب غږ کړی، چې ددغې ادارې کارکونکو ته دې زرترزره اجازت ورکړي ،څو د انسان دوستۍ د مرستو په خاطر غزې تړانګې ته وارد شی .
ددغې اعلامیې په اساس،مرستو ته دغزې د خلکو ډیرې اړتیا سره سره ، دغې سیمې ته د مرستندویه ډلو دواردیدو د اجازت نه ورکول د نړیوالو اصولو په خلاف ا و د یوې سترې انساني غمیزې د رامینځةکولو ټلۍ کړنګوي . چې باید نړیواله ټولنه په دې اړه سملاسی او جدي اقدامات وکړي.