په عراق کې یوشمیر داعشی جنایتکاران نیول شوي 
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i100544-په_عراق_کې_یوشمیر_داعشی_جنایتکاران_نیول_شوي
د داعش جنایتکاروهغه یو شمیر سرغنې چې د عراق په شمالي برخو کې یو شمیرمسئولیّتونه درلودل ، دعراق په کرکوک ولایت کې د اسپایکر د جنایت عامل سره یو ځاي نیول شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 20, 2021 02:04 Asia/Kabul
  • په عراق کې یوشمیر داعشی جنایتکاران نیول شوي 

د داعش جنایتکاروهغه یو شمیر سرغنې چې د عراق په شمالي برخو کې یو شمیرمسئولیّتونه درلودل ، دعراق په کرکوک ولایت کې د اسپایکر د جنایت عامل سره یو ځاي نیول شوي دي .

 ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی ،د عراق دفیډرل  اطلاعاتو اوتحقیقاتو ا دارې  پرون ناوخته د یوې اعلامیې په خپرولو سره په کرکوک اودیالی ولایتونو کې د تکفیری جنایتکارې داعشي ترهه ګرې ډلې د یو شمیر سرغنو دنیول کیدا خبر ورکړی  او وئیلي ئې دي،د داعش جنایتکاروهغه یو شمیر سرغنې چې د عراق په شمالي برخو کې یو شمیرمسئولیّتونه درلودل ، دعراق په کرکوک ولایت کې د اسپایکر د جنایت عامل سره یو ځاي نیول شوي دي .

 په دغې اعلامیې کې ټينګار شوی ، په تیرو څو  ورځو کې  په کرکوک او دیالي ولایتونو کې  څه ډپاسه پنځلس  داعشي ترهه ګر نیول شوي  او یو شمیر نور هم په عملیاتو کې هلاک شوي دي . په نیول شوو کې د بمونو جوړونکي  او  د ترهه ګرو د لوجسټیکي ملاتړ  پلانونکي هم ترسترګو کیږي .