د صهیونیسټ رژیم کابینې د پوځ په کړچار نیوکه وکړه
هاارتص (Haaretz) ورځپاڼې نن راپور ورکړ د صهیونیسټ رژیم کابینې د فلسطین د غزې تړانګې پرضد جنګ کښې د اسرائیلو د پوځ په کړچار نیوکه وکړه .
د صهیونیسټ رژیم د کابینې وزیرانو په یوې (۱) غونډې کښې چې د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په ګډون سره وشوه په جاسوسۍ ادارې موساد(Mossad,) نیوکه وکړه او هغه یې بې مصرفه وبلله ځکه چې ونه توانیدله داسې هدفونه طراحي کړي چې په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم د حملې حقیقت بدل کړي .
د صهیونیسټ رژیم د کابینې په غونډې کښې وویل شو چې د فلسطین په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو د پوځ حملې بریالې نه وې او د دغه رژیم هوايي ځواک د حماس غورځنګ د اکثرو دفاعي ټونلونو په تباه کولو کښې ناکامه و .
د اسرائیلو د کابینې وزیرانو د فلسطین له غزې تړانګې څخه د پوځي عملیاتو تر ختمیدا پروې د توغندوي حملو د دوام د څرنګوالي په هکله پوښتنه وکړه او د «یحیی سنوار» او یا د « محمد الضیف» په شان د حماس غورځنګ د مهمو مشرانو په وژلو کښې د صهیونیسټ رژیم د پوځ په ناکامۍ یې نیوکه وکړه .