د سوریې په ولسمشریزو ټاکنو کې د بشار اسد بریالیتوب
په ایټالیا کې د سوریې یو سیاسي فعال وویل: د سوریې په ولسمشریزو ټاکنو کې د بشار اسد بریالیتوب نړیوالو ته دا پیغام ورکوي چي د سوریې ولس په خپل رهبر او سرقومندان باور لري.
دغه وتلی سیاسي فعال (عدی رمضان) ایټالیایي رسنیو سره په مرکه کې وویل: اسد د مقاومت یو سېمبول دی، کله چي یې ماینه ناروغه شوه نو د درملني لپاره یې بهر ته نه واستاوه او په سوریې کې درملنه وکړه، خو په ټاکنو کې د هغه د بریالیتوب تر ټولو مهم لامل د جګړې پر مهال د هغه بې سارې رهبري ده.
هغه په سوریې کې د ټاکنیزو درغلیو په اړه د لوېدیځوالو ادعاوې ناسمې وبللې.
رمضان وویل: د ایټالیې اداره له ۲۰۱۱ میلادي کال را په دېخوا د خلګو له لوري نه ده ټاکل شوې خو بیا هم هغوي غواړي نورو هیوادونو ته د ډیموکراسۍ سبق ورکړي.
دغه سوری سیاستوال وایي: د نړۍ هیوادونه په دوو ډلو وېشل شوي دي، ظالم او مظلوم هیوادونه، ظالمان د امریکې د امبریالیزم پلویان دي او پاته هیوادونه بیا د دغه امپریالیزم په وړاندې مقاومت کوي لکه ونزوئلا، کوبا، لبنان، د ایران اسلامي جمهوریت، سوریې، روسیې او چین. په دې خاطر دی چي لوېدیځوال د سوریې د ډیموکراټیکو ټاکنو پایلې نه مني ځکه چي له بشار اسد څخه د خطرې احساس کوي.
په سوریې کې تر ۱۴ میلیون زیات وګړې په ټاکنو کې برخه واخیستل چي کابو ۹۵ سلنه یې یعني ۱۳ میلیون سوری وګړې بشار اسد ته رایه ورکړل.