ننګرهارکې پنځلسو طالبانوته مرګ ژوبله واوښته
Jun 07, 2021 10:06 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وایي د دې ولایت په خوږیاڼیو او سپین غر ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ په مخامخ نښتو کښې دطالبانو پر مرکزونو د هوایي او زمکنیو بریدونوپه پایله کې لس(10) وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه(5) نور ژوبل شوي دي او دهغوې وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
د والي ویاند په دغو بریدونو او نښتو کې د ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل .
وسله والو طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي
ټیګونه