په لویدیځي غاړې کې بیا درې فلسطینیان شهیدان شول
له دې مخکې د فلسطین خارجه وزارت په یوې اعلامیې کې په الاقصی جومات ، نیواکي قدس او لویدیځي غاړې باندې د صهیونیسټي رژيم د تیریو په دوام کې وئيلي وو ، د صهیونیسټ رژيم لومړي وزیر بین یامین نتن یاهو د حالاتو په لاترینګلي کولو سره په قدرت کې د پاتیکیدو هڅه کوي .
فلسطین الیوم خبری آژانس راپور ورکړی وحشي ډوله صهیونیسټي رژيم پوځيانو د خپلو غلیمانه اقداماتو په دوام کې د اردن سین په لویدیځي غاړې کې په ځينو سیمو یرغل کړی ، چې پکې یو شمیر کسان شهیدان او ټپیان شوي دي .
په دغه راپور کې وئيل شوي دي صهیونیسټي پوځيانو نن سهار وختي دلویدیځي غاړې په شمال کې په نابلس ښار هم یرغل کړی ،او له فلسطینیانو سره نښتي چې په دغو نښتو کې درې فلسطنیان شهیدان او یولس نور ټپيان شوي دي .