په عراق کې په یووالې باندې د مصطفی الکاظمي ټینګار
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i101544-په_عراق_کې_په_یووالې_باندې_د_مصطفی_الکاظمي_ټینګار
د عراق لومړی وزیر ټینګار وکړ: د عراق په ولس کې نفاق او تیت پرکوالې هم د هیواد او هم د نړۍ لپاره ناوړه پایلي درلودلایشي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 12, 2021 07:48 Asia/Kabul
  • په عراق کې په یووالې باندې د مصطفی الکاظمي ټینګار

د عراق لومړی وزیر ټینګار وکړ: د عراق په ولس کې نفاق او تیت پرکوالې هم د هیواد او هم د نړۍ لپاره ناوړه پایلي درلودلایشي.

د السومریې له راپور سره سم، د عراق لومړی وزیر مصطفی الکاظمي د دې هیواد خلګو ته د داعش د تروریستي ډلي په مټ د موصل د نسکورېدو یادونه وکړه او ویې ویل: په هغو ورځو کې عراق له سختي ماتي سره مخ شو، لیکن ولس له دې ماتي له زړه څخه یوموټی او کامیابه راووتی.

الکاظمي زیاته کړه: د موصل د ماتي بیا یادونه د دې حقیقت بیانوونکی دی چي عراقي ولس د سولي او د ودې د تر لاسه کولو لپاره د یووالې پرته بله چاره نه لري.

موصل د عراق تر ټولو دوهم سټر ښار دی چي په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د داعش لاس ته ورغی.

عراقي ځواکونو تر دریو کلونو خونړیو جګړو وروسته په ۲۰۱۷ میلادي کال کې موصل له داعش څخه ونیوه.

په عراق کې د داعش د ماتي سره سره، د دې ترهګري ډلي ځینې عناصر لا خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي، د دغه هیواد په ځینو سیمو کې لاهم د حشد الشعبي ځواکونو او د فوځ ګډ عملیاتونه روان دي.