د فلسطين مقاومت:
د اسرائيلو د هر حماقت ځواب ورکولو چمتو يوو
د فلسطين د خلقو د مقاومت کمېټيو او غورځنګونو تاکيد وکړ، صهيونېسټان د غزې په تړانګې باندې په حملې سره د خپلو عسکرو د روحيې اوچتولو او د يوې پيکه کاميابۍ حاصلولو په تکل کښې دي.
د سماء خبري آژانس د رپوټ له مخې د فلسطين د مقاومت د کمېټيو د اطلاع رسونې د دفتر مشر محمد البرېم بېګا وويل: اجازه به ورنکړوو چې يو نوے انډول رامنځته شي او د غزې په تړانګه باندې د صهيونېسټ رژيم پرونۍ حمله به يو لړ عواقب ولري.
فلسطيني رسنيو پرون وويل، د غزې د تړانګې شمال د صهيونېسټ رژيم د ډرون حملې هدف وګرځېد چې پکښې د غزې د شمال د بېت لاهيا په ختيځ کښې د مقاومت د ځواکونو يوه اډه په نښه کړې شوې ده.
دغه فلسطيني مشر د دې په ويلو سره چې د فلسطين د ګډو عملياتو مرکز تل د غونډو جوړولو په حال کښې دے چې د پېښو څارنه او د مېداني پوزيشن څېړنه وکړي تاکيد وکړ، صهيونېسټ دښمن ته به اجازه ورنکړې شي چې د فلسطيني ولس په خلاف خپلو تېريو او جنايتونو ته دوام ورکړي.
همدرانګ د فلسطين د ولسي مقاومت غورځنګ رسانه اي وياند محمد الدېراوي تاکيد وکړ، صهيونېسټ رژيم د يوې پيکه کاميابۍ حاصلولو کوشش کوي چې له دې لارې د خپلو ماتې خوړلو عسکر روحيه اوچته کړي.