محمد الحوثي:
د ملګرو ملتونو د سرمنشي فیصلې ته به عملي ځواب ووایو
د یمن د سیاسي شورا مشر د ماشومانو د حقونو د نقض کوونکو په لړ لیست کې د سعودي د رژیم په ځای د انصارالله د غورځنګ نوم د ځایولو د امله د ملګرو ملتونو سرمنشي ته د صنعا د عملي ځواب خبر ورکړ.
تېره ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش فیصله وکړه چي د یمن د انصارالله غورځنګ د ماشومانو د حقونو په نقض کوونکي په تور لیست کې شامل کړي، داسي پرېکړه چي باید د سعودي رژیم په هکله تر سره شوې وای.
د یمن د سیاسي شورا مشر محمد علی الحوثي په خپل ټوییټر کې ولیکل: په راتلونکو ورځو کې به د یمن ولس د ماشومانو په ګډون سره هغه تصاویر وړاندې کړي چي په تېرو شپږو کلونو کې د سعودي د تیری ګر ائتلاف له لوري په نښه شوي دي.
هغه زیاته کړه چي د ملګرو ملتونو د سرمنشي دغه دوه ګوني چلند د یمن له میداني حقیقتونو سره اړخ نه لګوي او د خپلواکو کمېټو له راپورونو سره توپیر لري، هغه دا کار کړی چي بیا ځلی د ملګرو ملتونو د سرمنشي په توګه وټاکل شي.
الحوثي وویل: د ملګرو ملتونو شورا تر دې دمه د هغو زرګونو ماشومانو لپاره چي د سعودي د تیری ګر ائتلاف له لوري وژل شوي، هیڅ هم نه دي کړي.
د یمن د سیاسي شورا مشر له ټولو رسنیو او د ټولنیزو شبکو له کاروونکو وغوښته چي د یمني ماشومانو تصاویر نندارې ته وړاندې کړي تر څو د ملګرو ملتونو شورا او د هغه مشر په نړۍ کې رسوا شي.