ازادو ټیلي ويژن چینلونو امریکا ویرولي ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i102068-ازادو_ټیلي_ويژن_چینلونو_امریکا_ویرولي_ده
اسپوتنیک خبري اژانس وايي د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر محمد علي الحوثي وویل د المسیره ټیلي ويژن او د ایران ، لبنان او د عراق ځینو ټیلي ویژن چینلونو اینټرنیټ پاڼو ته په لاسرسي کښې د خنډونو په جوړولو کښې د امریکا اقدام له دغو چینلونو څخه د واشنګټن د ویریدا ښودنه کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 23, 2021 07:48 Asia/Kabul
  • ازادو ټیلي ويژن چینلونو امریکا ویرولي ده

اسپوتنیک خبري اژانس وايي د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر محمد علي الحوثي وویل د المسیره ټیلي ويژن او د ایران ، لبنان او د عراق ځینو ټیلي ویژن چینلونو اینټرنیټ پاڼو ته په لاسرسي کښې د خنډونو په جوړولو کښې د امریکا اقدام له دغو چینلونو څخه د واشنګټن د ویریدا ښودنه کوي .

هغه وویل ازادو ټیلي ويژن چینلونو امریکا په ویره کښې اچولي ده که څه هم د واشنګټن حکومت تل د ازادۍ ادعا کوي .

محمد علي الحوثي وویل دغو ټیلي ويژن چینلونوته د لاسرسي مخه نیولو د امریکا له پوچو شعارونو او ډیموکراسۍ څخه پرده پورته کړي ده .

دغه راز د امریکا د عدلیې وزارت په یوې (۱) بیانیې کښې د ایران  او د عراق د کتائب حزب الله ډلې د اینټرنیټ پاڼو د بندولو غیر قانوني اقدام توجیه کړ .

د امریکا عدلیې وزارت چې د اینټرنیټ پاڼو او ټیلي ويژن چینلونو د بندولو مخینه لري په یوې (۱)بیانیې کښې چې په خپل رسمي اینټرنیټ پاڼې یې خپره کړي ده دغه غیر قانوني اقدام چې د ډیرو خلکو له نظره د بیان د ازادۍ تر پوښتنې لاندې وروستل دي توجیه کړ .

د امریکا د عدلیې وزارت په خپلې بیانیې کښې ادعا کړي ده د محکمې د حکمونو پراساس امریکا د ایران د راډیو ګانو او د ټیلي ويژنونو د اتحادیې د استفادې وړ درې دیرش (۳۳) اینټرنیټ سایټونه او د عراق د کتائب حزب الله تر مدیریت لاندې درې (۳) اینټرنیټ پاڼې د امریکا د بایکاتونو د خلاف ورزۍ کولو په دلیل بند کړل .