افغانستان د سولې خبرو اترو ته دوام ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i102160-افغانستان_د_سولې_خبرو_اترو_ته_دوام_ورکوي
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د ولسمشر دوهم (۲) مرستیال سرور دانش په خپل هیواد کښې د ملګروملتونو له ځانګړي استازي دبورا لاینز (Deborah Lyons) سره په کتنې کښې وویل د طالبانو وروستې حملې د خبرو اترو په هکله د خلکو د ناهیلې سبب شوي دي خو د کابل حکومت هماغه راز د سولې د خبرو اترو دوام ته ژمن دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 25, 2021 09:00 Asia/Kabul
  • افغانستان د سولې خبرو اترو ته دوام ورکوي

تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د ولسمشر دوهم (۲) مرستیال سرور دانش په خپل هیواد کښې د ملګروملتونو له ځانګړي استازي دبورا لاینز (Deborah Lyons) سره په کتنې کښې وویل د طالبانو وروستې حملې د خبرو اترو په هکله د خلکو د ناهیلې سبب شوي دي خو د کابل حکومت هماغه راز د سولې د خبرو اترو دوام ته ژمن دی .

سرور دانش دغه راز له  ملګروملتونو او د افغانستان له نورو نړیوالو ملګرو وغوښتل چې د خبرو میز ته د طالبانو د کاږلو لپاره د بایکاټ ، د ګواښ او په تور فهرست کښې د دغه ډلې د مشرانو د نومونو د شاملولو په شان د دباو له اړمونو کار واخلي او ټینګار دې وشي داسې یو(۱) نظام چې د جنګ او د زور له لارې قدرت ته ورسیږي په رسمیت نه پيژني او ورسره ملګرتیا نه کوي .

د افغانستان د ولسمشر دوهم (۲) مرستیال سرور دانش دغه راز ټینګار وکړ طالبان به زر د هیواد له خلکو او امنیتي ځواکونو څخه درنه ماتي وخوري او امنیتي حالت به بدل شي .

د ملګروملتونو ځانګړي استازي دبورا لاینز هم په افغانستان کښې د تاوتریخوالو په سویې باندې د اندیښنې په ښودلو سره وویل همدا اوس ستره ستونزه دا ده چې په کوم ډول کولای شو طالبان د خبرو اترو میز ته کینوو او مونږ په دې لړ  کښې د سیمې له هیوادونو سره یوځاې هڅه کوو .