ماشومان ،د جنګونو قربانیان او د ملګرو ملتو د چپتیا سیوری
د یونیسف ادارې مشر خاویر جوبرټ وائي ، د یمن ماشومان، په یوې نه ختمیدونکي خپسکې او په بوږنونکو شرائطو کې ژوند کوي .په یمن کې یو شمیر ماشومان تقریبا هره ورځ د جنګ جګړو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي .
په وسلوالو جګړو او ترینګلتیاؤ کې له ماشومانو ملاتړ په نړیوالو حقوقو کې یو هغه تر ټولو مهم مورد دی چې ځانګړي پام ته اړتیا لري .
د ۱۹۵۹ کال دڅلورم کنونشن ، د ۱۹۷۷کال د الحاقي پروټوکول ، د ۱۹۹۸کال د هیګ نړیوالې محکمې اساسنامې ، د ۱۹۸۹کال د ماشومانو دحقوقو کنونشن او دغه راز د بشري حقوقو داعلامیې په څير نړیوال سندونه ،د نړیوالو حقوقو هغه سندونه دي چې دجنګ په پړاؤ کې د ماشومانو پر حقوقو هرډول تیری ئې منع کړی دی ، خو یوه هغه پوښتنه چې اوس مطرح ده، دا ده چې آیا ملګري ملتونه او د بشري حقوقو نړیوال اورګانونه توانیدلی دي ، په دې زمینې کې پخپلو مسئولیّتونو په ښه توګه عمل وکړي .؟
په ملګروملتو کې د ایران دایمي استازي مجید تخت روانچي ، دملګروملتو دامنیت شورا په ناستې کې چې پرون ناوخته په وسلوالو جګړو اوشخړو کې د ماشومانو په موضوع سره ترسره شوي، په دې زمینې کې ئې د ملګروملتو کړچار له چیلنج سره مخ کړ.
تخت روانچي پخپلو څرګندونو کې ووئيل دا چې دصهیونیسټ رژيم پوځیان هیڅکله د ماشومانو د حقوقو دخلاف ورزي کونکو په توګه د سرمنشي سره په اړونده راپورونوکې په تور لیسټ کې نه دي شامل شوي ، او همدارا د سعودي تیریګر ائیتلاف نامه ددغه لیسټ له سره حذف شوې ده ، داندیښنې ځاي لري .
دماشومانو دحقوقو دڅرګندې خلاف ورزۍ یو افسوسناګ ډ ګر د یمن جنګ دی . دسعودي عربستان په مشرۍ ائيتلاف د مستعفی شوی او تښتیدلي ولسمشر عبداربه منصور هادي قدرت ته دبیرته ستنولو په پلمه ،د یمن بې وځله هیواد له مځکې ،هوا او سمندر له لارې د خپلو بې آمانه حملو په نښه کړی دی . دیمن دجنګ اوسنی واقعیّت البته له دې ډير لیرې شی دی چې ریاض په ۲۰۱۵کال کې او دخپلو حملو او تیریو له پيلیدا سره په یووخت ئې، اټکل کړی ؤ . د سعودي عربستان چارواکو فکر کاوه چې په یوه هوائي کمپاین او یرغل سره ، په څو اونیو کې په دغه جنګ کې بریالی کیدلی شي . اوس دغه جنګ خپل اوم کال ته رسیدلی دی او دختمیدا لپاره ئې کوم لرلید هم نه ښکاري .
د ملګروملتو کارپيژاندي ، یمن په نړۍ کې د انساني بحران تر ټولو ستره صحنه او ډګر ګڼي .
د ملګروملتو دماشومانو بسپنه (یونیسف) په یوه راپور کې ،د یمن د جنګ د ماشومانو د بوږنونکی وضعیّت، چې له ۲۰۱۸کاله رانیولې د ۲۰۲۰کال پورې له مودې سره اړونده دی ، لیکي ، دیمن په جنګ کې څه دپاسه دوه زره درې سوه ماشومان قرباني شوي دي .
د یونیسف ادارې مشر خاویر جوبرټ وائي ، د یمن ماشومان، په یوې نه ختمیدونکي خپسکې او په بوږنونکو شرائطو کې ژوند کوي .په یمن کې یو شمیر ماشومان تقریبا هره ورځ د جنګ جګړو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي .
د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش البته په یوه عجیبه او پوښتنه راپارونکي اقدام کې ، دسعودي عربستان په مشرۍ ائيتلاف ددغې موسیسې له هغه تورلیسټه، چې د ماشومانو په وژلو او دهغوي د حقوقوپه خلاف ورزیو کې رول لوبونې سره اړونده دی ، ویستلی دی .
ملګروملتو د ۲۰۱۷کال په اکتوبر کې سعودي ائيتلاف په یمن کې د ۶۸۳ماشومانو دمرګ ژوبلو او دلسګونو روغتونونو او ښونځیو پاندې دبې آمانه یرغلونو په دلیل په دغه تور لیسټ کې شامل کړی ؤ .
ګوتریش پخپل وروستي کلني راپور کې چې امنیت شورا ته په خطاب کې لیکل شوی ،ادعا کړې ده ، دغه ائيتلاف ،د هوائي حملو په نتیجې کې د مړینو د اوڅاره کمیدا او دغړیتوب له غوڅيدا وروسته له دغه تورلیسټه ویستل کیږي .
البته دا لومړنی ځل نه دی د سعودی عربستان نامه له دغه تورلیسټه ویستل شوي یا ورځیني ویستل کیږي .
ملګروملتو دلومړي ځل لپاره په ۲۰۱۶کال کې پر دغې موسیسې د بان کی مون دمشرۍ په وخت کې سعودي عربستان دیوې لنډې مودې لپاره د ماشومانو دحقوقو دخلاف ورزي کونکو په تور لیسټ کې شامل کړ، خو په دغه تور لیسټ کې د سعودي ائيتلاف د نامې له درجولو یوازې یوه ورځ وروسته باک کي مون دخپل ضمیر دفیصلې په اپوټه،ددباؤنو په وړاندې تسلیم شو او له خپلې فیصلې ئې شاتګ وکړ .
دغه تراخه قضیه په داسې حال کې هماغه راز دوام لري ، چې د ماشومانو د کنونشن د اته دیرشمې مادې د څلور واړو بندونو په اساس ، حکومتونه باید د ماشومانو په باب د انسان دوستۍ دحقوقو قواعد رعایت کړي
په دې زمینې کې مهمه وروستۍ خبره دا ده چې مجید تخت روانچي له ماشومانو څخه دملاتړ په باب د امنیت شورا په غونډې کې یادونه کړې ده ، په جنګ کې له ماشومانو اوسنی ملاتړ ، له راتلونکو ټولنو څخه ملاتړ دی ،ټول باید هر هغه څه چې په توان کې ئې لري ، دجنګ جګړو د تاوانونو په وړاندې له ماشومانو دملاتړ او ساتنې لپاره ئې ترسره کړي .