تاجیکستان له افغان سولې سره دملګرتیا ډاډ ورکړ
خبرپاڼې له مخې په دې لیدنه کې د تاجکستان ولسمشر وویل چې دوی په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات د راتګ غوښتونکي دي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي.
تاجیکستان یو ځل بیا د افغان سولې په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د افغانستان د ولسي جرګې مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې جرګې رئیس میر رحمان رحماني د ټولییز امنیت بین الپارلیماني ناسته کې د ګډون په موخه تاجکستان ته تللی او د دې ناستې په څنډه کې یې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان او د پارلمان له رئیس سره وکتل او په دوه اړخیزو اړیکو او په سیمه کې یې په روان وضعیت خبرې وکړې.
د خبرپاڼې له مخې په دې لیدنه کې د تاجکستان ولسمشر وویل چې دوی په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات د راتګ غوښتونکي دي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي.
سرچینه زیاتوي په دې لیدنه کې همدارنګه د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د امنیتي همکاریو او ترهګرۍ ګواښونو پر وړاندې د مبارزې په هکله هم خبرې اترې وشوې.
تاجکستان ډاډ ورکړی چې په بېلا بېلو برخو کې به د افغانستان د پرمختګ لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.