تاجیکستان له افغان سولې سره دملګرتیا ډاډ ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i102430-تاجیکستان_له_افغان_سولې_سره_دملګرتیا_ډاډ_ورکړ
خبرپاڼې له مخې په دې لیدنه کې د تاجکستان ولسمشر وویل چې دوی په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات د راتګ غوښتونکي دي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 01, 2021 08:15 Asia/Kabul
  • تاجیکستان له افغان سولې سره دملګرتیا ډاډ ورکړ

خبرپاڼې له مخې په دې لیدنه کې د تاجکستان ولسمشر وویل چې دوی په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات د راتګ غوښتونکي دي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي.

تاجیکستان یو ځل بیا د افغان سولې په  برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د افغانستان د ولسي جرګې مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې جرګې رئیس میر رحمان رحماني د ټولییز امنیت بین الپارلیماني ناسته کې د ګډون په موخه تاجکستان ته تللی او د دې ناستې په څنډه کې یې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان او د پارلمان له رئیس سره وکتل او په دوه اړخیزو اړیکو او په سیمه کې یې په روان وضعیت خبرې وکړې.

د خبرپاڼې له مخې په دې لیدنه کې د تاجکستان ولسمشر وویل چې دوی په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات د راتګ غوښتونکي دي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي.

سرچینه زیاتوي په دې لیدنه کې همدارنګه د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د امنیتي همکاریو او ترهګرۍ ګواښونو پر وړاندې د مبارزې په هکله هم خبرې اترې وشوې.

تاجکستان ډاډ ورکړی چې په بېلا بېلو برخو کې به د افغانستان د پرمختګ لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.