د عراق په اربیل کې پر امریکائي پوځي مرکزتوغندوي حمله شوې
د عراق په بیلابیلو سیمو کې د امریکائي ترهه ګرو پوځیانو پر مرکزونو اوکاروانونو توغندوي حملې اوبمي چاودنې په اوڅاره توګه زیاتې شوي دي .
د عراق صابرین نیوز چینل راپ،ر ورکړی ، د عراق په کردستان سیمې کې په اربیل هوائي ډګر کې د امریکائي ترهه ګرو پوځيانو پر مرکز بیګا لږترلږه شل توغندي ویشتل شوي دي .
په عین حال کې ځینو خبری سرچینو دا هم وئيلی ددي ، په اربیل کې د امریکا په پوځي مرکز په حملې کې له بې پیلوټه الوتکې هم استفاده شوې ده .
دخبری سرچینو دراپور په اساس ، د اربیل دهوائي دګر فضا د هرډو الوتونو لپاره بنده اعلان شوي او د هوائي ډګر درست لایټونه هم خاموش شوي دي .
ددِغې حملې د احتمالی مرګ ژوبلو په اړه د خبر ترمخابیره کیدا پورې کوم راپور نه دی ترلاسه شوی .
د عراق په بیلابیلو سیمو کې د امریکائي ترهه ګرو پوځیانو پر مرکزونو اوکاروانونو توغندوي حملې اوبمي چاودنې په اوڅاره توګه زیاتې شوي دي .