د بحرین سیاسي بندیان دې باید خوشي شي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i103474-د_بحرین_سیاسي_بندیان_دې_باید_خوشي_شي
اللولو ټیلي ويژن راپور ورکړ د بحرین په بیلابیلو ښارونو کښې د سیاسي بندیانو د کورنیو سوله ییزې مظاهرې هماغه راز دوام لري .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 26, 2021 05:33 Asia/Kabul
  • د بحرین سیاسي بندیان دې باید خوشي شي

اللولو ټیلي ويژن راپور ورکړ د بحرین په بیلابیلو ښارونو کښې د سیاسي بندیانو د کورنیو سوله ییزې مظاهرې هماغه راز دوام لري .

د بحرین د سیاسي بندیانو کورنیو پرون په بیلابیلو سیمو کښې په راغونډیدا سره ټینګار وکړ خپلو جایزو حقوقو ته تر رسیدا پورې به پرله پسې ډول مبارزو ته دوام ورکړي .

په مظاهرو کښې ګډون کونکو دغه راز د ال خلیفه رژیم لخوا د سیاسي بندیانو نیول  وغندل او د هغوې د زر تر زره د خوشي کیدا غوښتنه یې وکړه .

د بحرین خلک له ۲۰۱۱ میلادي کال راهسې د ال خلیفه رژیم پرضد مظاهرو ته دوام ورکوي .

ال خلیفه رژیم د سعودي عربستان د عسکرو په ملاتړ سره د بحرین د خلکو سوله ییزې مظاهرې ځپي او تراوسه یې ګڼ شمیر کسان وژلي او ډیر نور یې نیولي او شکنجه کړي هم دي .