د صهيونېسټو فوځيانو په يرغل کښې 168 فلسطينيان ژوبل شول
Jul 31, 2021 01:20 Asia/Kabul
د فلسطين هلال احمر بېګا د اردن د لويديځې غاړې د نابلس په جنوب کښې په بيتا ښارګي کښې په فلسطيني مظاهرينو د صهيونېسټو فوځيانو په يرغل کښې لږ تر لږه 168 فلسطينيان ژوبل شول.
د اېرنا د رپوټ له مخې د فلسطين هلال احمر وويل، پينځه تنه فلسطينيان د جنګي ګوليو په ډزو سره، ۲۴ تنه په پلاسټيکي ګوليو سره، ۱۳۲ تنه د اوښکي بهيونکي ګېس له کبله، او ۷ تنه هم د وهلو ټکولو له کبله ژوبل شوي دي.
بيتا ښارګے په دې وروستيو هفتو کښې د صهيونېسټو غاصبانو او د نيواکګر صهيونېسټ رژيم لخوا د غېر قانوني ښارګي چوړونې په خلاف د سختو مظاهرو کتونکے دے.
ټیګونه