له صهیونیسټ رژیم سره د امریکا په ملګرتیا اعتراضیه غونډه :-
د فلسطین د خلکو پرضد د اسرائیلو ظلم او د غلیمانه سیاستونو دوام سبب شوی چې په ټوله نړۍ کښې سلګونو مدني ټولنې او تشکلونه د بایکاټ د غورځنګ په ملاتړ کولو سره د صهیونیسټ رژیم له شرکتونو سره د ملګرتیا د غوڅیدا او د اسرائیلو د جوړو شیانو د اخیستلو د بایکاټ غوښتنه وکړي او په دې لړ کښې د امریکا په فلوریډا ایالت کښې په ټامپا ښار کښې د یوه (۱) روغتون مخ ته په اعتراضیه غونډې کښې د فلسطین د حقوقو په لسګونو ملاتړو د صهیونیسټ رژیم له شرکتونو سره د دغه روغتون په ملګرتیا اعتراض وکړ .
دغه روغتون تیره میاشت د صهیونیسټ رژيم له اوو (۷) شرکتونو سره د ملګرتیا تړونونه لاسلیک کړي دي .
اعتراض کونکو په لاسونو کښې داسې پلې کارډونه نیولي وو چې ورباندې لیکل شوي و صهیونیسټ رژیم تر خپل نیواک لاندې سیمو کښې د خلکو د روغتیايي شیانو د تامینولو په هکله د یوه(۱) نیواکګر ځواک په توګه په خپل مسولیت عمل نه کوي او د طبي تجهیزاتو د رسیدا مخه نیسي او له دې سره په یووخت په روغتونونو او د روغتیا په مرکزونو باندې بمبارې کوي .
په فلسطیني ټاټوبو کښې د صهیونیسټ رژیم سلطه غواړي سیاستونه او د ښارګیو د جوړولو دوام او د اسرائیلو لخوا د فلسطین د خلکو په حقوقو سترګې پټول او په غزې تړانګې باندې د دغه رژیم حملې او د سلګونو فلسطینیانو په تیره بیا د ماشومانو شهیدول او ژوبلول ، فلسطین ته د طبي تجهیزاتو او د درملو له رسیدا د اسرائیلو مخه نیول او د فلسطین د بې دفاع او مظلومو خلکو پرضد د اسرائیلو نور په سلګونو جنایتونه او په ټولنیزو اینټرنیټ پاڼو او رسنیو کښې د دغو ځینو جنایتونو د عکسونو خپریدل سبب شوي چې د نړۍ د خلکو ډیر عمومي افکار اغیزمن شي او په نړیوالې ټولنې کښې د اسرائیلو ضد احساسات زیات شي .
په دې لړ کښې د نړۍ د ډیرو هیوادونو ښاریزو د بي ډي ایس(BDS) له غورځنګ سره د پیوستون په ترڅ کښې چې د فلسطینیانو د ځمکو د نیولو او په دغو ځمکو کښې د ښارګیو د جوړلو په دلیل په صهیونیسټ رژیم باندې د دباو لپاره یو (۱) نړیوال کمپاین دی د اسرائیلو په جوړو شیانو او شرکتونو بندیز ولګاوه او له صهیونیسټي شرکتونو سره د هر ډول ملګرتیا د غوڅولو غوښتونکي دي .
په حقیقت کښې د بي ډي ایس په نوم غورځنګ د فلسطینیانو د یوه (۱)پلوي غورځنګ په توګه د اسرائیلو د بایکاټ ، د څنګ ته کولو او له اسرائیلو سره له ملګرتیا او پانګونې د ډډه کولو په لړ کښې فعالیت کوي او په تیرو څو کلونو کښې د امریکا او د اسرائیلو ترمینځ ملګرتیاوې زیاتې شوي دي .
امریکا د صهیونیسټ رژیم د تر ټولو مهم ملاتړي په توګه نه یوازې د پخواني ولسمشر ټرمپ د حکومت په وخت کښې د اسرائیلو رژیم د ګټو او د سیاستونو د ملاتړ په لړ کښې بې مخینی اقدامات ترسره کړل بلکې په نړۍ کښې د صهیونیسټ ضد غورځنګونو او تنظیمونو د بایکاټ او د هغو د کمزوري کولو لپاره د خارجه وزیر په شمول د صهیونیسټ رژیم د ځینو چارواکو لخوا پرله پسې هڅې ترسره شوې خو له دغو ملاتړونو سره سره د اسرائیلو د بایکاټ او د صهیونیسټ رژيم د شرکتونو د جوړو شویو شیانو د نه اخیستلو په هکله ولسي کړچارونه په امریکا او د نړۍ په ډیرو هیوادونو کښې پیاوړي شوي چې ددغو هیوادونو ډیر ښاریز په دې چوکاټ کښې د اسرائیلو له تیریګرو سیاستونو سره خپل مخالفت وښيي .
دغه غورځنګونه همدا اوس د صهیونیسټ رژیم لپاره په یوې (۱) شخړې بدل شوي دي او د اسرائیلو ډیر شیان نور د تیر وخت په شان خریداران نلري او ډیر اسرائیلي شرکتونه له خطر او دړې وړې کیدا سره مخ دي .
د سیاسي چارو شناند زهیر اینډرواس په دې زمینه کښې وايي د اسرائیلو د بایکاټ ، د نه پانګونې او د بندیز غورځنګ یو(۱) حکومت نه دی خو هغه کار چې په ټوله دنیا کښې یې د نیواکګر حکومت د سیاست پرضد ترسره کوي په تل ابیب کښې د چارواکو خوبونه یې ورک کړي دي او هغوې یې مجبوره کړي دي چې دغه غورځنګ د اسرائیلو لپاره سټراتيژیګ ګواښ وګڼي .
په امریکا کښې هم د بایکاټ غورځنګ زیات پلویان لري په تیره بیا دا چې د کورونا ناروغۍ ته په پام سره چې له مخکې څخه زیات د درملو ، د طبي تجهیزاتو او د واکسین د تامیولو لپاره ملګرتیا احساسیږي د اسرائیلو د تیریو دوام او روغتون او واکسین ته د فلسطینیانو د لاسرسي مخه نیولو د بایکاټ د غورځنګ او د هغه د ډیرو پلویانو غصه راپارولي ده او د امریکا د روغتون په کړچار باندې اعتراض هم باید په دې لړ کښې وبولو .