اسرائیل د ترهګرو ډلو د روحیې د پیاوړي کولو هڅه کوي
ایرنا خبري اژانس وايي د سوریې د بهرنیو چارو وزارت پرون د صهیونیسټ رژیم د حملې په غندلو سره وویل د دغو بریدونو هدف د ترهګرو د روحیې لوړول دي .
د سوریې خارجه وزارت د ملګروملتونو سرمنشي او د امنیت شورا پړاویز مشر ته په جلا جلا لیکونو کښې په خپله خاوره باندې د صهیونیسټ رژیم حملې وغندلې .
د سوریې د باندنیو چارو وزارت وویل د اسرائیلو نوي حمله د پلان شوي او پرله پسې او هدفمنو او جنایتکارانه سیاستونو او د سوریې پرضد د ترهګرو ډلو د جنګ د اوږدولو او د سوریې د خلکو د وینې په تویولو کښې د لاس لرونکو لورو ترمینځ د رول د ښکاره تبادلې په لړ کښې ده .
د سوریې د خارجه وزارت په لیک کښې ویل شوي دي د دنیا هیوادونه پوهیږي چې د صهیونیسټ رژیم د دغو حملو اصلي هدف دترکیې د ولسمشر اردوغان د ځواکونو تر نیواک لاندې د شمال لویدیځ سیمو او د امریکا د پوځ تر نیواک لاندې په شمال خیتځو سیمو کښې د وسله والو او جنایتکارو ډلو او ترهګرو د روحیې د پیاوړي کولو په هدف سره دي .
صهیونیسټ رژیم له ترکیې ، سعودي عربستان ، متحده عربي اماراتو ، بحرین ، اردن ، امریکا ، بریتانیا ، فرانسې او ځینو نورو عربو او اروپايي هیوادونو سره یوځاې په سوریې او عراق کښې له ترهګرو ډلو سره هرډول پوځي ، مالي او استخباراتي مرستې کوي .