له سورئې د اسلامی ایران د مرستو ستاینه او قدرونه کوو
د سیمې دهیوادونو او دمسلمانو هیوادونو مشورې او ملګرتیاوې به په سیمې کې دتل پاتې امنیت په رامینځةکیدا کې مهم رول ولوبوي .
فارس خبری آژانس راپور ورکړ و د ا سلامی ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان چې د سورئې په سفر تللی ، په دمشق کې د سورئې له ولسمشر بشار اسد سره لیده کاته کړي او د واړو هیوادونو د دلچسپۍ وړ موضوعګانو باندې ئې سره خبرې اترې کړي دي .
دایران خارجه وزیر په دغې کتنې کې دبشار اسد په بیا ولسمشر ټاکل کیدا او همداراز په نړیوالو او میداني ډګرونو کې د سورئې د سیاسی او پوځي بریالیتوبونو په باب هغه ته مبارکي وئيلي او هغه ته ئې د ایران دلوړپوړو چارواکو سلامونه رسولي او دغه راز ئې له عراقه د سیمه ایزې غونډې دملاتړ په باب د غونډې راپور هم وړاندې کړ .
امیر عبداللهیان همداراز پر دوو اړخیزو اړیکو او اقتصادي راشه دیرشه او ملګرتیاؤ د ګډ کمیشن د فعالیدا په ضرورت هم ټينګار وکړ.
د سورئې ولسمشر هم په دغې کتنې کې له سورئې د اسلامی ایران د ملاتړونو په قدرونې سره په دوو اړخیزو حوزو اوپه سیمه ایزو او نړیوالو موضوعګانو کې د دواړو هیوادونو د ملګرتیاؤ په باب خپلې لیدتوګې بیان کړې .
همداراز د ایران خارجه وزیر د سورئې له خارجه وزیر فیصل مقداد سره هم لیده کاته کړي او له دغو لیدوکاتو وروسته ئې په یولړ څرګندونو کې وئیلي دي ، د سیمې دهیوادونو او دمسلمانو هیوادونو مشورې او ملګرتیاوې به په سیمې کې دتل پاتې امنیت په رامینځةکیدا کې مهم رول ولوبوي . او باید سیمه ایز هیوادونه پخپلو کې سره تعامل تر دې حده ورسوي ، څو پرَدیو ته د لاسوهنې او دسیسو فرصت هم په لاس ورنشي . د ایران خارجه وزیر همداراز ووئيل ، په افغانستان کې هم د بدلونونو په باب نزدې مشورې لرو او باؤري یوو په افغانستان کې د سیاسی حل لارې په توګه پراخ بنسټه حکومت جوړ شي ، څو ددغه هیواد زیاتره ستونزې او مشکلات په ګډه او پپخپلو کې سره حل کړي .ا میر عبداللهیان په دې خبرې په ټينګارسره چې صهونیسټان په سیمې کې د ناکراریومهم عاملان دي،ووئيل، صهیونیسټانو په سیمې او د فلسطین په تاریخي ټاټبو کې مسلمانان،مسیحیان او یهودیان برمته کړي او خپلې غوښتنې پرې تپي .