متحده عربي اماراتو یمن ته نور زغرګاډي استولي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i105340-متحده_عربي_اماراتو_یمن_ته_نور_زغرګاډي_استولي_دي
زمونږ خبریال وايي د یمن رسنیو د پوځي سرچینو په قول وویل متحده عربي اماراتو په حضرت موت ولایت باندې د سلطې لپاره په لسګونو زغرګاډي یمن ته استول دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 07, 2021 09:44 Asia/Kabul
  • متحده عربي اماراتو یمن ته نور زغرګاډي استولي دي

زمونږ خبریال وايي د یمن رسنیو د پوځي سرچینو په قول وویل متحده عربي اماراتو په حضرت موت ولایت باندې د سلطې لپاره په لسګونو زغرګاډي یمن ته استول دي .

د یمن د جنوب د انتقالي شورا نامتو غړي عادل الحسني وویل متحده عربي اماراتو د تعز ولایت د لویدیځ په المخا  بندر کښې ځان ته اړونده ځواکونو ته نوي پوځي تجهیزات ورسپارلي دي چې د یمن په ختیځ کښې په حضرت موت ولایت کښې د تیلو په بډایه سیمو باندې د جنوب د انتقالي شورا د سلطې زمینه برابره کړي .

دغه راپور وايي څو ورځې وړاندې د متحده عربي اماراتو یوې (۱) کشتۍ چې یوسل پنځوس (۱۵۰) زغرګاډي پکښې دي د یمن په المخا بندر کښې لنګر اچولی او په دغه کشتۍ ځینې بار زغرګادي او تجهیزات د یمن د لویدیځ د سواحلو د پلي ځواکونو قومندان هیثم قاسم او ځینې نور تجهیزات او زغرګاډي بیا د ځواکونو قومندان رائد الجهبي ته ورکړل شوي دي .