د فلسطین مقاومتي ډلو په نیواکي ټاټوبو توغندوي حملې کړي
په صهونیسټ میشته ښارګوټو کې دخطرې سایرنونه غږیدلی دي او صهیونیسټان د فلسطین دمقاومت له توغندوي حملې په ویرې او وحشت کې شوي دي .
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ،د فلسطین خبروسرچینو ووئیل د فلسطین مقاومتي ډلو نن سهار وختي د نیواکي ټاټوبو په لور څه دپاسه لس توغندي ویشتي دي .
په صهونیسټ میشته ښارګوټو کې دخطرې سایرنونه غږیدلی دي او صهیونیسټان د فلسطین دمقاومت له توغندوي حملې په ویرې او وحشت کې شوي دي .
دغه توغندوي حمله له دې څو ساعته وروسته شوي چې صهیونیسټانو په نیواکي قدس کې یو فلسطینی ځوان شهید کړی او همداراز ئې له هغو شپږو فلسطینیو بندیانو څخه چې څو ورځې مخکې په نیواکي ټاټوبو کې له جلبوع بنده تښتيدلي دي ،دوه کسان ونیول .
دفلسطین د اسلامی جمهاد غورځنګ یوه لوړپوړي چراواکي خالد البطش بیګا صهیونیسټي رژيم ته خبرداری ورکړی ؤ چې شپږو فلسطنیو بندیانو ته هرډول تاوان رسول به د فلسطین دمقاومتي ډلو له خوا له سخت ځواب سره یو ځاي وي .