په یمن کښې هره اونۍ زر کسان له لوږې مړ کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i106042-په_یمن_کښې_هره_اونۍ_زر_کسان_له_لوږې_مړ_کیږي
الجزیرې ټیلي ويژن راپور ورکړ په یمن کښې په هرو اوو (۷) ورځو کښې څه د پاسه زر(۱۰۰۰) کسان د ناوړه خواړو له کبله مري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 24, 2021 10:04 Asia/Kabul
  • په یمن کښې هره اونۍ زر کسان له لوږې مړ کیږي

الجزیرې ټیلي ويژن راپور ورکړ په یمن کښې په هرو اوو (۷) ورځو کښې څه د پاسه زر(۱۰۰۰) کسان د ناوړه خواړو له کبله مري .

په یمن کښې فعالو نړیوالو موسسو نن په نیویارک کښې د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ د شپږاویایمې (۷۶) غونډې په څنګ کښې ټینګار وکړ په یمن کښې هره ورځ په میلیونونو کسان د ژوندي پاتې کیدا لپاره مبارزه کوي .

په بشر دوستانه چارو کښې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیتس وویل د یمن اقتصاد د نسکوریدا نوي ژورتیا ته رسیدلی دی او کمزوري پرګنې تل د کړکیچ زیات لګښت ورکوي .

د ملګروملتونو د ماشومانو  د صندوق یونیسیف (UNICEF)مشر د یمن د یولس(۱۱) میلیونه او درې(۳) لکه کسانو بوږنونکی انځور وړاندې کوي کوم چې د ژوندي پاتې کیدا لپاره د انساني مرستو په ترلاسه کولو تکیه لري .

د ملګروملتونو د خواړو نړیوال پروګرام ډبلیو ایف پي (WFP) هم وویل که چیرې په راتلونکو شپږو (۶) میاشتو کښې اته سوه (۸۰۰) میلیونه ډالره تامین نشي د خواړو د ونډې کمیدل ممکنه ده په راتلونکي کال کې د یمن د څلورلکه (۴۰۰۰۰۰) ماشومانو چې عمرونه یې له پینځو (۵) کلونو کم دي د مړینې سبب شي .