سوریه:
د ایران او د عربی هیوادونو د پخلاینې هرکلی کوو
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر له عربي هیوادونو سره د ایران د اړیکو له رغونې څخه په هرکلی سره وویل: سوریه له صهیونیستي رژیم او د هغه له ملاتړو څخه هیڅه وېره نه لري.
د المیادین له راپور سره سم، د سوریې د بهرنیو چارو وزیر فیصل مقداد وویل: د ایران اسلامي جمهوریت له عربي هیوادونو ملاتړ کړی دی او د سوریې او د فلسطین د ولسونو تر څنګ پاتي شوی دی، باید د ایران د دغه نېک چلند ځواب په نیکی سره ورکړو.
مقداد د خپلو وېنا په یوه برخه کې د سوریې د خلګو سره د لوېدیځو هیوادونو دوه ګوني چلند ته په اشارې سره وویل: سوریه په لوېدیځو باور نه کوي، هغوی په سوریه کې تروریزم رامینځ ته کړ، او ورڅخه مالي ملاتړ وکړ او لا هم سوریې ته د تروریستانو د لیږد بهیر جاری ساتلي دي.
هغه وویل: سوریه ډېر معدنی زیرمې لري خو د امریکې او د لوېدیځو هیوادونو ظالمانه بندیزونه په دغه هیواد کې اقتصادي ستونزې رامینځ ته کړي دي.