د عراق وسلوال ځواک د انتخاباتو د امنیت تامینولوته تیاردی 
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i106532-د_عراق_وسلوال_ځواک_د_انتخاباتو_د_امنیت_تامینولوته_تیاردی
ټاکل شوې ده ، دعراق وارمخکې پارلیماني انتخابات د اکتوبر په لسمه نیټه  ترسره شي .  د عراق کابو پنځه ویشت میلیون خلک په انتخاباتو کې د ګډون  او د خپلو پارلیماني  استازو دټاکنې  د وړتیا شرائط لري .
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
Oct 06, 2021 13:37 Asia/Kabul
  • د عراق وسلوال ځواک د انتخاباتو د امنیت تامینولوته تیاردی 

ټاکل شوې ده ، دعراق وارمخکې پارلیماني انتخابات د اکتوبر په لسمه نیټه  ترسره شي .  د عراق کابو پنځه ویشت میلیون خلک په انتخاباتو کې د ګډون  او د خپلو پارلیماني  استازو دټاکنې  د وړتیا شرائط لري .

 

المیادین ټيلیویژني چینل راپور راکړ ، د عراق د پوځ دلوئې درستیز والۍ ویندوي  یحیی رسول  نن په یولړ څرګندونو کې ووئيل،  له هر هغه چا سره به  چې د انتخاباتو د امنیت د ګډوډولو پسې شي ،جدی چلند وشي . 

رسول زیاته کړې ده ،  ریزرؤ  ځواک هم  دانتخاباتو په وخت کې  له  هرډول بیړني وضعیّت سره  د مقابلې لپاره  په نظر کې نیول شوی  چې په بشپړ ډول تیار دی .

 د عراق دانتخاباتو د امنیت دتامینونکي  لوړې کمیټې  ویندوي غالب العطیه  هم وئيلي دي ، امنیتی ځواک  د امنیت د ټينګولو لپاره ،په بغداد او د هیواد په نورو ولایتونو کې د راي  کابو اته زره دوه سوه اویا  مرکزونو سره نزدې دیره شوی دی . 

ټاکل شوې ده ، دعراق وارمخکې پارلیماني انتخابات د اکتوبر په لسمه نیټه  ترسره شي .  د عراق کابو پنځه ویشت میلیون خلک په انتخاباتو کې د ګډون  او د خپلو پارلیماني  استازو دټاکنې  د وړتیا شرائط لري .