نن په لبنان کښې عامه وير اعلان شو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i106894-نن_په_لبنان_کښې_عامه_وير_اعلان_شو
د لبنان حکومت په بيروت کښې له پرونيو ډزو وروسته چې د لسګونو کسانو د وژل کېدو او ژوبلېدو سبب شوې ننن په ټول هېواد کښې عامه وير اعلان کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 15, 2021 02:33 Asia/Kabul
  • نن په لبنان کښې عامه وير اعلان شو

د لبنان حکومت په بيروت کښې له پرونيو ډزو وروسته چې د لسګونو کسانو د وژل کېدو او ژوبلېدو سبب شوې ننن په ټول هېواد کښې عامه وير اعلان کړ.

د اېرنا د رپوټ له مخې د لبنان د وزيراعظم نجيب ميقاتي دفتر بېګا اعلان وکړ چې د زيارت د ورځې په پېښه کښې د لبناني ښاريزو د قربانيو په وير کښې به د جمعې په ورځ د دغه هېواد ټولې حکومتي او پرائيوېټ ادارې او مدرسې او تعليمي مراکز وتړل شي.

پرون يو شمېر لبنانيان چې د بيروت بندر د چاودنې د دوسيې د مفتش طارق بېطار په کارکردګۍ يې د دغه هېواد د څارنوالې د ودانۍ مخې ته احتجاج کوۀ چې ناڅاپه پرې د وسله والوکسانو لخوا ډزې شروع شوې چې په نتيجه کښې يې لږتر لږه اوۀ تنه لبناني بې ګناه ښاريز شهيدان او له شپېتو زيات ژوبل شول.

د لبنان حزب ا... غورځنګونو د دغې حملې په غندلو سره وويل د دغې پېښې عاملان له القوات اللبنانيه ګوند سره وابسته ډلې دي.

هغوي دغه حمله د هېواد د ثبات د ګډوډولو لپاره يو جنايتکارانه عمل وبلۀ او  د دغه جنايت د عاملانو د محاکمې او سختې سزا ورکولو غوښتنه يې وکړه.