د یمن عسکرو د عربستان ۳۵ پوځیان مړه او ژوبل کړي
ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع راپور ورکړ د سعودي عربستان په جنوب کښې په جیزان ښار باندې په ځانګړیو توغندوي حملو کښې پینځه دیرش (۳۵)کسان مړه او ژوبل شوي دي .
هغه په یوه (۱)خبري کانفرنس کښې وویل د یمن پوځ او ولسي کمیټۍ پرون بریالې شوې چې په پینځو (۵) بلاسټیک توغندیو سره د سعودي عربستان د عسکرو په قومندنۍ و د وسلو او مهماتو په ګودام او د اپاچي هیلي کوپټرونو د دیره کیدا پرځاې برید وکړي .
د یمن د پوځ ویاند یحی سریع وویل په پینځو دیرشو(۳۵) وژل شویو او ژوبلو کسانو کښې د سعودي عربستان د عسکرو څو افسران او یوشمیر پایلوټان هم شامل دي .
یحیی سریع د یمن دغه حملې د سعودي عربستان د تیریګرو عسکرو جنایتونو او دهغوې بیا بیا هوايي حملو او د هیواد ظالمانه کلابندۍ ته ځواب وباله او ویې ویل عربستان چې څومره د هوايي حملو زیاتول او سر غړونو ته دوام ورکړي او د یمن کلابندۍ نوره هم زیاته کړي زمونږ حملې به هم دردونکي او پراخې وي .