اسرائیلي ښارګوټي د مقاومت د توغندیو په شیشت کې دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i107376-اسرائیلي_ښارګوټي_د_مقاومت_د_توغندیو_په_شیشت_کې_دي
د فلسطین د اسلامي جهاد د غورځنګ یو چارواکی وویل چي د صهیونیستي رژیم تر ټولو لیري ښارګوټي هم د مقاومت د ډلي د توغندیو په شیشت کې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 26, 2021 09:01 Asia/Kabul
  • اسرائیلي ښارګوټي د مقاومت د توغندیو په شیشت کې دي

د فلسطین د اسلامي جهاد د غورځنګ یو چارواکی وویل چي د صهیونیستي رژیم تر ټولو لیري ښارګوټي هم د مقاومت د ډلي د توغندیو په شیشت کې دي.

خالد البطش یادونه وکړه چي اوس د فلسطیني مقاومت وړتیا او ځواک زیات شوی دی اوس په ډبرو نه بلکې په استراتیجیکو وسلو سره د اسرائیل مقابله کوي.

د اسلامي جهاد دغه جګپوری غړی ټینګار وکړ چي اوس مهال د مقاومت ډلې کولایشي د اسرائیل تر ټولو لیري پراته ښارګوټي په نښه کړي، په غزه کې مقاومت کولایشي د صهیونیستي رژیم په هره یوه سیمه برید وکړي.

هغه زیاته کړه چي د فلسطین مساله باید د اسلامي نړۍ د مرکز او چورلیز ووسي.

په دې وروستیو کې اسرائیل یو ځلې بیا د غزې په ټرانګې پراخ هوایي بریدونه کړي چي د امله یې د ښځو او ماشومانو په شمول ګڼ شمېر فلسطینی یانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

فلسطیني مقاومت هم د صهیونیستانو دغو جنایتونو ته په ځواب کې له شمال تر جنوب پوري په ټولو نیواکي سیمو باندې توغندیز بریدونه کړي دي.