عراق کښې داعش ډلې پینځلس کسان وژلي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i107418-عراق_کښې_داعش_ډلې_پینځلس_کسان_وژلي_دي
زمونږ خبریال وايي خبري سرچینو بیګا د عراق په ختیځ کښې په دیاله ولایت کښې په څو کلیو باندې د داعش ترهګرې ډلې د حملې خبر ورکړ چې له کبله یې دیرش (۳۰) بې ګناه ښاریز وژل شوي او ژوبل شوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 27, 2021 02:27 Asia/Kabul
  • عراق کښې داعش ډلې پینځلس کسان وژلي دي

زمونږ خبریال وايي خبري سرچینو بیګا د عراق په ختیځ کښې په دیاله ولایت کښې په څو کلیو باندې د داعش ترهګرې ډلې د حملې خبر ورکړ چې له کبله یې دیرش (۳۰) بې ګناه ښاریز وژل شوي او ژوبل شوي .

د داعش ترهګرې ډلې غړیو چې په څو ګاډو کښې سپاره وو د عراق په دیاله ولایت کښې په الرشاد ، کلیوات او الهواشه کلیو بریدونه وکړل او په واټونو او کوڅو کښې یې په خلکو ډزې وکړې .

راپورونه وايي چې د داعش ډلې په دغه برید کښې کابو پینځلس (۱۵) بې ګناه خلک وژل شوي او اتلس (۱۸) نور ژوبل شوي هم دي .

امریکا کوشش کوي چې په عراق کښې داعش ډله له سره ژوندې کړي او له دغه ډلې سره مالي ، پوځي او استخباراتي او لاجیسټیکي مرستې هم کوي .