دامریکاپوځیان عراق ته دمصري الوتکوپه پوښښ سره راګرځي 
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i107560-دامریکاپوځیان_عراق_ته_دمصري_الوتکوپه_پوښښ_سره_راګرځي
امریکائی حکومت دې پخپلې ژمنې عمل وکړي او که داسې نه وي ، نو هیڅوک به ئې د  مقاومت له دروند او جدي ګوزاره ونه ژغوري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 30, 2021 02:55 Asia/Kabul
  • دامریکاپوځیان عراق ته دمصري الوتکوپه پوښښ سره راګرځي 

امریکائی حکومت دې پخپلې ژمنې عمل وکړي او که داسې نه وي ، نو هیڅوک به ئې د  مقاومت له دروند او جدي ګوزاره ونه ژغوري .

مهر خبری اژانس د النجباءد اطلاع رسونې د دفتر له قوله راپور ورکړی ،د عراق دالنجباء ا سلامی مقاومت غورځنګ  عمومی منشي شیخ اکرم الکعبی  دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلي دي ،د امریکا نیواکګر او شرغواړي حکومت  د مخکینۍ ژمنې په اپوټه ، ددسمبر تر پاي پورې  له عراقه  دشاتګ د مهال ویش باندې له پابندۍ سرغړوي ، زیاته کړې ،  دوي په همداوورستیو کې  خپل ځواکونه   د هماغې  مخکینۍ لارې دیره کړي دي  او ځینی نور پوځیان  هم  د عراق د اوسني حکومت په څارنې سره له  واشنګټنه د مصر د الوتکو په وسیله  بغداد هوائي ډګر ته منتقلوي ، ددې په ترڅ کې چې  خپل شرمیدلي او ماته خوړلو پوځیانو یوه برخه ئې له افغانستانه  عراق ته لیږدولې ده .  هغه ګواښ کړی ، چې امریکائی حکومت دې پخپلې ژمنې عمل وکړي او که داسې نه وي ، نو هیڅوک به ئې د  مقاومت له دروند او جدي ګوزاره ونه ژغوري .