په یمن کې دسعودي ائيتلاف دموخو ناکامي حتمي ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i107802-په_یمن_کې_دسعودي_ائيتلاف_دموخو_ناکامي_حتمي_ده
  د یمن د ولسی کمیټیو  ویندوي روښانه کړې ده ، په مارب کې د تکفیری عناصرو  او د سعودي تالی څټو تر ټولو وروستي مرکز ته د یمن د مقاومت د ځواک په نزدیکیدا سره ، امریکایانو په دروغو د سولې چغې پورته کړي  او د امن د لارو د پرانیستو غوښتنه کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 03, 2021 11:35 Asia/Kabul
  • په یمن کې دسعودي ائيتلاف دموخو ناکامي حتمي ده

  د یمن د ولسی کمیټیو  ویندوي روښانه کړې ده ، په مارب کې د تکفیری عناصرو  او د سعودي تالی څټو تر ټولو وروستي مرکز ته د یمن د مقاومت د ځواک په نزدیکیدا سره ، امریکایانو په دروغو د سولې چغې پورته کړي  او د امن د لارو د پرانیستو غوښتنه کوي .

د یمن د ولسي کمیټیو ویندوي  محمد عبدالسلام په یولړ څرګندونو کې ټينګار وکړ ، سعودي ائيتلاف په یمن باندې د خپلو ظالمانه کلابندۍ او وحشي ډوله تیریو  د دوام لپاره  په ټینګار سره څرګندې تیروتنې  کوي .  د یمن په ضد د اقداماتو له دوامه دسعودي ائيتلاف  هدف  دا دی چې درست هیواد د اقتصادي او امنیتی پلوه  نابود کړي ، خو دا خدف به ئې پوره نه شي .

 المسیره   چینل راپور ورکړی ،  محمد عبدالسلام ټینګار کړی ،د ټپیانو د وړو راوړو په پلمه په مارب کې د امن د لارو د پرانیستو لپاره  د امریکا غوښتنه ، یو محکم سند دی ، چې ښئ  واشنګټن  په مارب کې په العبدیه سیمې کې له ترهه ګرو عواملو سره  په ارتباط کې دی .

  د یمن د ولسی کمیټیو  ویندوي همداراز روښانه کړې ده ، په مارب کې د تکفیری عناصرو  او د سعودي تالی څټو تر ټولو وروستي مرکز ته د یمن د مقاومت د ځواک په نزدیکیدا سره ، امریکایانو په دروغو د سولې چغې پورته کړي  او د امن د لارو د پرانیستو غوښتنه کوي .

د امریکا خارجه وزارت  په وروستیو ورځو کې  د یوې اعلامیې په خپرولو سره ، د یمن په مارب کې د امن لارو د پرانیستو غوښتنه کړې  او ادعا ئې کړې،ددغه شان غوښتنې موخه،له امن لارو څخه د عامو خلکو او ټپیانو دتیریدا لپاره د زمینې برابرول دي . حال دا چې نوره د تالی څټو او ګوډاګیانو دتښتې لارې بندې شوي  او  امریکائي اربابان ئې غواړي د دوي د ژغورنې لپاره  کومه لاره ولټوي .