د لبنان خلاف د عربستان غلیمانه اقدامات او ګواښونه دوام لري
د لبنان خبري سرچینو پرون وویل چې بیروت له عربستانه د ځینو لبنانیانو د ایستل کیدو په هکله د ریاض دغه پيغام ترلاسه کړی دی.
سعودي رژیم د لبنان خلاف د خپلو غلیمانه اقداماتو په دوام کښې بیروت ته په یو پيغام کښې ګواښ وکړ چې د عرب اتحادیې د مرستیال سرمنشي د ماموریت د ماتې په بڼه کښې به ځیني لبنانیان له عربستان اوویستل شي.
د لبنان خبري سرچینو پرون وویل چې بیروت له عربستانه د ځینو لبنانیانو د ایستل کیدو په هکله د ریاض دغه پيغام ترلاسه کړی دی.
د ویلو ده چې د عرب اتحادیې د سرمنشي د مرستیال حسام زکي په مشرۍ د دغې اتحادیې یو پلوی پرون لبنان ته لاړ ترڅو د عربو هیوادونو ترمینځ د رامینځته شوي کړکیچ په هکله خبرې اترې وکړي.
خبر زیاتوي چې حسام زکي په دغه سفر کښې د لبنان او عربستان ترمینځ د کړکیچ د هواري لپاره د لبنان د اطلاع رسونې د وزیر جورج قرداحي د څنګته کیدو غوښتنه کړې ده.