د مأرب د آزادولو لرلید روښانه دی
د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي شورا غړي بیګا د مأرب ولایت آزادیدو ته هیله مندي څرګنده کړه او ویې ویل: په مارب کښې د دښمن ځواکونو ته رسیدونکی تاوان په زیاتیدو دی.
د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي شورا غړي بیګا د مأرب ولایت آزادیدو ته هیله مندي څرګنده کړه او ویې ویل: په مارب کښې د دښمن ځواکونو ته رسیدونکی تاوان په زیاتیدو دی.
محمد البخیتي په دې خبرې سره چې د مناسب وخت او حالاتو ټاکل د دغه ولایت د بشپړ کنټرول د ترلاسه کولو لپاره یوه مهمه چاره ده، زیاته کړه: د مارب ولایت زیاتره خلکو د صنعاء د حکومتي ځواکونو تود هرکلی کړی دی.
یاده دې وي چې د یمن پوځ او ولسي مبارزان د اکتوبر په پنځمه نیټه وتوانیدل چې په مأرب ولایت کښې د پرمختګ په دوام سره د الجوعه په نوم مهمه او سټراټیجکه ولسوالي په خپل کنټرول کښې راولي.