په سورئې کې د امریکائي پوځ دجنګی جنایتونو ایشواکیدا
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i108320-په_سورئې_کې_د_امریکائي_پوځ_دجنګی_جنایتونو_ایشواکیدا
د نیویارک ټایمز  خپرونې د راپور په خپریدا او په سورئې کې د امریکائي پوځ د جنایتکارو اقداماتو  د نوي موردونو په ایشواکیدنې سره ، په سورئې کې د  امریکا داعشي ضده تش په نامه عملیاتو په باب له نه وئیل شوو  اړخونو پرده پورته شوې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 14, 2021 12:13 Asia/Kabul
  • په سورئې کې د امریکائي پوځ دجنګی جنایتونو ایشواکیدا

د نیویارک ټایمز  خپرونې د راپور په خپریدا او په سورئې کې د امریکائي پوځ د جنایتکارو اقداماتو  د نوي موردونو په ایشواکیدنې سره ، په سورئې کې د  امریکا داعشي ضده تش په نامه عملیاتو په باب له نه وئیل شوو  اړخونو پرده پورته شوې ده.

د امریکا  نیویارک ټایمز خپرونې دیوه راپور په خپرولو سره لیکلي دي،  د امریکا پوځ  له داعش سره د تشې مبارزې په نامې سره په ائیتلاف کې  په سورئې کې په هوائي حملو سره ، د لسګونو ماشومانو او ښځو په وژلو سره  جنګي جنایت کړی دی .  د امریکا پوځ  په سورئې کې د خپلو ۲۰۱۹کال پر هوائي حملو چې  څه دپاسه څلور شپیته ښځې او ماشومان ئې پکې وژلی ، برغولی کیښودلی دی .

د امریکا هوائي ځواک  د ۲۰۱۹کال د مارچ په اتلسمه نیټه  د امریکا د ځانګړو عملیاتو د یوه یونټ په فرمان سره چې  په سورئې کې ئې د مځکنیو عملیاتو دنده په غاړه درلوده ،  په پرله پسې دوې حملې وکړې . د هوائي ځواک یوه وکیل چې  په هغه وخت کې ئې د عملیاتو په یونټ کې شتون درلود،باؤري ؤ  دغه حملې ممکنه ده ، جنګی جنایت وي  او وروسته  ئې د  دفاع وزارت عمومي پلټونکي او  د مشرانو جرګې  دوسلوال ځواک دچارو کمیشن ته خبرداری ورکړ. خوپه دې زمینې کې  ئې هیڅ اقدام ونه کړ .د  امریکا د دفاع وزارت عمومی پلټونکي د مارچ د اتلسمې نیټې د پيښې په باب ځينی څيړنې پیل کړې ، خو نهایتا  دهغه  په راپور کې  دغو هوائي حملو ته هیڅ اشاره  ونه شوه او هیڅکله  هم ددغه اقدام په باب خپلواکه او بشپړ څيړنې ترسره نه شوې. په نهایت کې  هم د امریکا پوځ دا موضوع  هیره کړه .

 اوس د نیویارک ټایمز  خپرونې د راپور په خپریدا او په سورئې کې د امریکائي پوځ د جنایتکارو اقداماتو  د نوي موردونو په ایشواکیدنې سره ، په سورئې کې د  امریکا داعشي ضده تش په نامه عملیاتو په باب له نه وئیل شوو  اړخونو پرده پورته شوې ده.

Image Caption

 

د داعش تکفیری ترهه ګر ې ډلې  سره دمقابلې په پلمه  له ۲۰۱۴کال څخه د امریکا په مشرۍ د داعش په ضد یو نړیوال ائیتلاف جوړ شوی او په سورئې کې ئې له هماغه وخته خپل عملیات پیل کړل .دغه ائيتلاف زیاتره حملې ، د سورئې د عامو خلکو په ضد کړي او چې د زرګونو عاموخلکو چې ښځې او ماشومان هم پکې ترسترګو کیدل  وژلي دي او ټپیان کړي دي .ملګروملتو په څو راپورونو کې وئيلي دي ،  په سورئې کې د امریکا په مشرۍ  د داعش ضده تش په نامه نړیوال ائيتلاف  حملې  د جنګي جرمنو په معنا دي .

 د سورئې یوه لیکوال او شناندي غسان رمضان یوسف په سورئې کې د امریکا جنګي جنایتونوته په اشارې او د نړیوالو حقوقو دکارپیژاندو نظر ته په استناد سره وئیلي دي ،په سورئې کې د امریکا اقدامات ، جنګي جنایتونه او د بشریّت په ضد د جنایت په سویه دي .

اوس دا پوښتنه  مطرح کیږی ، چې  که  په هوائي بمباریو کې د عامو خلکو وژله جنګي جنایت حسابیږي ،نو ولې ا مریکایان نه یوازې په ډيرو زیاتو بمباریو کې  دسورئې د  خلکو د وژلو د دلیل په باب قانع کونکي توضیح نه وړاندې کوي ، بلکې عملا  ئې دغې موضوع ته بې پروائي کړې او دا غمیزې د حاشیه اي  یا کم تاوانونو په معنا ګڼي . د شته ؤ شواهدو او مدرکونو تحلیل او شننې ښئ چې د امریکا جنګي الوتکو پخپلو هوائی حملوکې ترلږې اندازې پورې دعامو خلکو د مرګ ژوبلو رسولو لپاره لازم احتیاطي تدبیرونه نه دي غوره کړي او په دې اړه ئې ډیره لټي کړې ده . په حقیقت  کې دغه هوائی حملې زیاتره ډیرې زیاتې  او بې هدفه  او پر عامو خلکو وې .داسې ښکاري ، د امریکا او دهغې دمتحدانو لپاره یوازینی شی چې ورته اهمیّت نه لري ،،دبې ګناه انسانانو ژوند دی، چې د دوي په هوائی حملو کې وژل کیږي . دا موضوع د جنګي جنایتونو یو څرګند او روښانه مصداق دی . د سورئې حکومت په کرتو له ملګروملتو او امنیت شورا غوښتي دي ،  په سورئې کې دې د ا مریکا جنایتونه پاي ته ورسوي . اساسا په سورئې کې د داعش ضده ائیتلاف په چوکاټ کې د امریکا او دهغې دمتحدانو پوځي لاسوهنې  یوازې  د عامو خلکو د مرګ ژوبلو د یاتیدا او ددغه هیواد د مظلومو خلکو د کړاؤنو او دردونو دزیاتیدا لامل شوي دي .

 د نیویارک ټایمز ورځپاڼې  وروستی راپور هم په سورئې کې د امریکا د پوځ له خوا د هغوجنګي جنایتونو او دانساني ضد اقداماتو دترسره کولو په باب یوځل بیا ټینګار دی چې هماغه شان د سورئې د ځينو برخو   غیر قانوني نیواک ته  هماغه شان دوام ورکوي .