امریکا په دیرالزور کښې د لسګونو سوریاوالو د وژلو مسئوله ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i108388-امریکا_په_دیرالزور_کښې_د_لسګونو_سوریاوالو_د_وژلو_مسئوله_ده
د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستیال ویاند د امریکې نیواکګر ځواکونه په ۲۰۱۹ کال کښې دیرالزور ته څیرمه په الباغوز کلي کښې د سوریې د لسګونو تنو ملکي وګړو د وژلو ذمه وار وبلل
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 16, 2021 03:59 Asia/Kabul
  • امریکا په دیرالزور کښې د لسګونو سوریاوالو د وژلو مسئوله ده

د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستیال ویاند د امریکې نیواکګر ځواکونه په ۲۰۱۹ کال کښې دیرالزور ته څیرمه په الباغوز کلي کښې د سوریې د لسګونو تنو ملکي وګړو د وژلو ذمه وار وبلل

د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستیال ویاند د امریکې نیواکګر ځواکونه په ۲۰۱۹ کال کښې دیرالزور ته څیرمه په الباغوز کلي کښې د سوریې د لسګونو تنو ملکي وګړو د وژلو ذمه وار وبلل.

ریحان حق د هغه څه په غبرګون کښې چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په سوریې کښې د امریکې د هوايي حملو په هکله خپاره کړل، د روسیۍ نوووستي خبري آژانس ته په مرکه کښې وویل: امریکا باید د هغو کارونو پړه ومني چې د ملکي وګړو او ښاریزو د قتل سبب کیږي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یو رپورټ کښې ایشوا کړې چې د امریکې نیواکګر پوځ په عمدي توګه په هغه جنایت کښې چې په ۲۰۱۹ کال کښې یې د سوریې  د خلکو خلاف ترسره کړی او له امله یې ۶۴ ښځې او ماشومان وژل شوي وو، پټ کړی و.