ملګري ملتونه:
امریکا په دیرالزور کښې د لسګونو سوریاوالو د وژلو مسئوله ده
د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستیال ویاند د امریکې نیواکګر ځواکونه په ۲۰۱۹ کال کښې دیرالزور ته څیرمه په الباغوز کلي کښې د سوریې د لسګونو تنو ملکي وګړو د وژلو ذمه وار وبلل
د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستیال ویاند د امریکې نیواکګر ځواکونه په ۲۰۱۹ کال کښې دیرالزور ته څیرمه په الباغوز کلي کښې د سوریې د لسګونو تنو ملکي وګړو د وژلو ذمه وار وبلل.
ریحان حق د هغه څه په غبرګون کښې چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په سوریې کښې د امریکې د هوايي حملو په هکله خپاره کړل، د روسیۍ نوووستي خبري آژانس ته په مرکه کښې وویل: امریکا باید د هغو کارونو پړه ومني چې د ملکي وګړو او ښاریزو د قتل سبب کیږي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یو رپورټ کښې ایشوا کړې چې د امریکې نیواکګر پوځ په عمدي توګه په هغه جنایت کښې چې په ۲۰۱۹ کال کښې یې د سوریې د خلکو خلاف ترسره کړی او له امله یې ۶۴ ښځې او ماشومان وژل شوي وو، پټ کړی و.