لرغون پيژندي یهوديان وائي ،  دیهود او قدس ترمیځ هیڅ ارتباط نشته
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i108658-لرغون_پيژندي_یهوديان_وائي_دیهود_او_قدس_ترمیځ_هیڅ_ارتباط_نشته
 کلونو کلونو مخکې هم د اسرائيلو د لرغون پیژندنې یوه کارپيژاند یوني مزراجي  هم وئیلي  وو ، اسرائیلیان  دبیت المقدس  په شاوخوا سرنګونو کې  حتی  یوه لوحه چې پرې لیکل شوي وي ،د داؤد قصر یا ماڼۍ ته ښه  راغلی یاست ، هم نه ده پیدا کړې .  
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 21, 2021 13:04 Asia/Kabul
  • لرغون پيژندي یهوديان وائي ،  دیهود او قدس ترمیځ هیڅ ارتباط نشته

 کلونو کلونو مخکې هم د اسرائيلو د لرغون پیژندنې یوه کارپيژاند یوني مزراجي  هم وئیلي  وو ، اسرائیلیان  دبیت المقدس  په شاوخوا سرنګونو کې  حتی  یوه لوحه چې پرې لیکل شوي وي ،د داؤد قصر یا ماڼۍ ته ښه  راغلی یاست ، هم نه ده پیدا کړې .  

 د تل ابیب په پوهنتون کې  د لرغون پيژندنې یو مشهور  استاد یسرائيل  ونکلشټاین  نن   د یوروشلم  ریپورټ خپرونې کې په یوې مقالې کې  لیکلی دي ،  یهود لرغون پیژاندو پوهانو تردې دمه  له هغو لرغونو  یا تاریخي شواهدو  په باب  چې  له سیناء څخه د تیریدا، پر کنعانیانو د یوشع بن نون د بریالیتوب  او د خروج سفر پشمول  د  تورات  کیسې تائيد کړي ،هیڅ شی  نه دی موندلی .

یسرائیل ونکلشټاین  همداراز د ؛ اسرائيلو دپیل ؛  په عنوان سره  یو کتاب لري ، چې په دغه کتاب کې  د فلسطین  او یهودو ترمینځ د  ارتباط په باب  په تورات کې راغلي درست روایتونه شکمن ګڼلي دي .