د عراق د ولسی ځواک ړنګیدل،د امریکا،اسرائيلوغوښته ده
مونږ له مقاومته لاس په سر نه شو کیدلی ، ځکه چې امریکا د سورئې پر تیلو اقتصاد او شتمنیو سلطه پیدا کړې ده .
النجباء ټيلیویژني چینل راپور ورکړ، د عراق د النجباء اسلامی مقاومتي غورځنګ عمومی منشي شیخ اکرم الکعبی پرون د مقاومت ډلو دقوماندانانو په ټول کې چې امریکائي ضد عملیات ئې ترسره کړي ،ووئيل ، د فلسطین او قدس موضوع دعراق د مقاومت په زړه کې ځاي لري .
الکعبی زیاته کړې ، مونږ له مقاومته لاس په سر نه شو کیدلی ، ځکه چې امریکا د سورئې پر تیلو اقتصاد او شتمنیو سلطه پیدا کړې ده .
د النجباء غورځنګ عمومی منشي ټینګار کړی، که ولسی بیسیج او مقاومت (الحشدالشعبي ) چې داعش او دهغو اربابانو ته ئې ماته ورکړې ، نه وائ ، نو د عراق او سیمې وضعیّت ډير مختلف ؤ .
ا لکعبي په دوام کې ووئيل ، باید د ولسی بسیجي تفکر د حکومت نورو اورګانونو ته هم وغزیږي او د ولسی بسیجي ځواک ړنګول ، دامریکا، اسرائيلو او عربستان او اماراتو یوه جدي غوښتنه ده .
هغه په عین حال کې ټینګار وکړ ، په عراق کې دملګروملتو ټیم هم د داخلی جنګ په رامینځةکولو پسې دی ،عراقي بهیرونه باید خپل مشکلات دبهرنیو او ملګروملتو له لاسوهنې پرته پخپلو کې سره حل کړي .