عربو هیوادونو د اسرائیلو پرمخ دروازې خلاصې کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i109772-عربو_هیوادونو_د_اسرائیلو_پرمخ_دروازې_خلاصې_کړي_دي
المیادین ټيلي ويژن راپور ورکړ د لبنان د پارلمان مشر نبیه بیري په عربو هیوادونو باندې د نیوکې په ترڅ کښې وویل صهیونیسټ رژیم دښمن دی خو عربو هیوادونو د دغه رژیم پرمخ خپلې دروازې خلاصې کړي دي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 16, 2021 11:08 Asia/Kabul
  • عربو هیوادونو د اسرائیلو پرمخ دروازې خلاصې کړي دي

المیادین ټيلي ويژن راپور ورکړ د لبنان د پارلمان مشر نبیه بیري په عربو هیوادونو باندې د نیوکې په ترڅ کښې وویل صهیونیسټ رژیم دښمن دی خو عربو هیوادونو د دغه رژیم پرمخ خپلې دروازې خلاصې کړي دي .

د لبنان پارلمان مشر نبیه بیري د هیواد د مطبوعاتو د مسوولو چلونکو د اتحادیې له پلاوي سره په کتنې  کښې وویل عربو هیوادونو صهیونیسټ رژیم ته مخه کړي ده او خپلې دروازې یې د لبنان پرمخ تړلي دي .

هغه د صهیونیسټ رژیم د کلابندۍ په ماتولو کښې د عربو هیوادونو په اقدام باندې په تلویحي نیوکې سره د دغو عربو هیوادونو لخوا د لبنان د کلابند کولو او له بیروت سره د تاوتریخوالي په رامینځته کولو نیوکه وکړه .

په تیر میلادي کال کښې څلورو(۴) عربو هیوادونو متحده عربي اماراتو ، بحرین ، مراکش او سوډان له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادي کولو لپاره موافقې لاسلیک کړې چې د ځینو اسلامي او عربو هیوادونو له مخالفت سره مخ شوې .